بهرني راپورونه راپورونه

د سلواکیا لومړی وزير رابرټ فيکو په يوه وسله وال بريد کې سخت ټپی شوی دی

سلواکیا

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو د دغه هېواد د کابینې تر غونډې وروسته د یوه وسله وال کس له خوا په نښه شو او سخت ټپي شو.

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د غويي ۲۶مه نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د سلواکیا لومړي وزیر د کابینې له غونډې وروسته غوښتل چې د کابینې د ودانۍ په انګړ کې د خلکو د یوې ډلې په حضور کې وینا وکړي، چې د یوه وسله وال کس لخوا ورباندې ډزې وشوې او په معده کې ټپي شو.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دغه هېواد د پولیسو له خوا یو سړی پر رابرټ فیکو د بريد په تور نیول شوی دی.

ویل کیږي چې رابرټ فیکو یو له انتقاد کوونکو څخه دی چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د مرستې په اړه يې په وار وار خپل مخالفت څرګند کړی او له مسکو سره ښې اړیکې غواړي.

سلواکي رسنیو ویلي چې نوموړی له ډزو وروسته روغتون ته وړل شوی دی.

د پېښې عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې د څو ډزو د غږ له اورېدو وروسته یې یو سړی ولید چې د پولیسو له خوا نیول شوی و.

د سلواکیا د پارلمان مرستیال لوبوس بلاها هم دغه پیښه تايید کړې ده.

تر اوسه کوم کس یا ډلې پر رابرټ فیکو د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې او پولیسو په دې تور یو کس نیولی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې د سلواکیا لومړی وزیر د دغه هېواد په پلازمېنه براتیسلاوا کې روغتون ته وړل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د روغتیايي وضعیت په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوي.

| په سلګونو امریکايي محصلین چې غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد مظاهرې کوي نیول شوي دي