حادثې کورني خبرونه

ناپېژاندو وسله‌والو په بادغيس کې يو ۳۵ کلن سړی وژلی دی

بادغيس

په بادغيس ولايت کې یو ۳۵ کلن سړی د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوی دی

د بادغيس ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ۳۵ کلن سړی نن د دونۍ/دوشنبې په ورځ د غويي په ۱۷ مه د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ د خم جنګل په بازار کې د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې: د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره د بادغيس طالبانو د امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوې دي.

د دې پېښې د لامل او انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په دې وروستيو کې د مرموزو وژنو، غلاوو او نورو جنايي جرمونو پېښې زياتې شوي دي.

| په اروزګان کې ناپېژاندو کسانو يو پخوانی نظامي وژلی دی