بهرني راپورونه

ابراهیم رئیسي: ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بشري سازمانونو ارزښت له لاسه ورکړی

ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر وايي، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو “خپل اغېز له لاسه ورکړی او امنیت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.”

ابراهیم رئیسي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دې مسلې د نړۍ خلک “تنګ” کړي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د دونۍ/ دوشنبې په ورځ د غويي په ۳مه اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د غزې په تړانګه کې جګړې ته په اشارې سره وویل: د فلسطین خلک د غزې په تړانګه کې د اسراییلو لخوا د نسل وژنې او ماشومانو وژنې څخه د امریکا او لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه ستړي شوي دي.

د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او بشري سرچینو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اته سندونه لاسلیک شول.

د ایران ولسمشر په خپله وینا کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه بېخي د نه منلو وړ ياده کړله او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ابراهیم رئیسي وویل، ایران له پاکستان سره اوږده پوله د یوه فرصت په سترګه ګوري او د ګډ بازار پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

هغه وویل: ایران ظالمانه بندیزونه په فرصتونو بدل کړل او له دغو فرصتونو څخه یې د هیواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړه. موږ چمتو یو چې خپلې تجربې د پاکستان له خلکو سره شریکې کړو.»

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د غزې په اړه د ایران د دریځونو ستاینه وکړه او له اسلامي هیوادونو یې وغوښتل چې په دې لاره کې سره متحد شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل او ټاکل شوې چې د دونۍ/ دوشنبې په ماښام د پاکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره هم وګوري.

| پر پاکستان د بريد وروسته د ايران او پاکستان ناندرۍ او پر ايران د پاکستان تازه بريد