راپورونه کورني راپورونه

د هبت الله اخندزاده سلاکار عمر جان اخندزاده پاکستانی شناختي کارټ درلود

عمر جان اخندزاده

د هبت الله اخندزاده د سلاکار محمد عمر جان اخندزاده له وژل کېدو دوه ورځې وروسته بي بي سي اردو د کوټې د پولیسو په حواله راپور ورکړ چې هغه د پاکستان تابعيت درلود.

د کويټې پولیسو ویلي چې عمر جان اخندزاده په کويټه کې د يو جومات “پخوانی” امام و او په کرايي کور کې نه، بلکې په دغه ښار کې په خپل کور کې اوسېده.

په عمومي توګه، هغه څوک چې د دې هیواد تابعیت نلري په دې هیواد کې ځمکې او کورونه نشي اخیستلی.

د کويټې د پولیسو چارواکو بي بي سي اردو ته ویلي، د ملا عمرجان د وژنې د عواملو او څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

د کويټې د پولیسو یوه چارواکي ویلي، محمد عمر جان اخندزاده د پنځنۍ/ پنجشنبې په شپه د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د کويټې پولیس وايي، محمد عمرجان اخندزاده له جوماته کور ته روان و، چې په موټر سایکل سپرو ناپېژاندو کسانو پرې ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

د دغې سرچينې په وينا، محمد عمر جان اخندزاده په سينه کې د مرمۍ د لګېدو له امله ساه ورکړه.

د کويټې د پولیسو د مالوماتو له مخې، محمد عمرجان اخندزاده له ۱۵ کلونو راهیسې د دغه ښار د (کالي) په سیمه کې د یوه جومات امام و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (د وري/حمل په ۳۱مه نېټه) د طالبانو په استازیتوب پر ايکس ټولنیزه شبکه کې د محمد عمرجان اخندزاده په مړینه خواشیني څرګنده کړه.

د طالبانو ویاند او نورو طالب چارواکو څرګنده نه کړه چې محمد عمر جان اخندزاده څنګه او د چا له خوا وژل شوی دی.

بي بي سي اردو له افغان طالبانو سره د محمد عمر جان اخندزاده د تړاو په اړه د کويټې د پولیسو له ویاند عبدالحي بلوڅ څخه وپوښتل، خو ښاغلي بلوڅ په دې اړه بې خبري وښوده.

د طا‌‌‌لبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون، هم د طالبانو رسمي اعلامیه خپره کړه چې په کې د محمد عمر جان اخندزاده وژنه غندل شوې او د هغه وژنه یې یو لوی جنایت بللی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه طالب چارواکي د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

ملي راډیو او ټلویزیون په رسمي توګه محمد عمرجان اخندزاده د طالبانو د څارنې د څانګې غړی او په کندهار کې د دې ډلې په یوه جهادي مدرسه کې د استاد په توګه ياد کړی دی. خو سرچينو ويلي چې نوموړی د هب الله اخندزاده نژدې او باوري کس و.

د افغانستان انټرنېشنل د سرچینو په وینا، محمد عمرجان د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سلاکار و. نوموړی په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د دیني مدرسو د جوړولو ترڅنګ د کوټې د رهبرۍ شورا غړی هم و.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د کندهار ولایت (میخانیکي عالي لېسه) په یوه جهادي مدرسه بدله کړه او مولوي محمد عمر اخندزاده د هماغې لېسې مشر شو.

دا مدرسه د احمد شاه بابا عالي لېسې، سرې جامع او د منډیګک ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري، له کندهار څخه سرچينې وايي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده هم له همدې ځايه د خپل دفتر په توګه کار اخلي.

سرچينې وايي چې هبت الله اخندزاده به د خپلو مجلسونو ډیره برخه د دغه شیخ الحدیث په واسطه د قرانکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیلوله.

| ناپېژاندو وسله والو په لغمان کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی په ډزو وژلی دی