راپورونه کورني راپورونه

د ايران له کرمان څخه ۸۵ زره افغان کډوال ايستل شوي دي

کرمان

ايران د کرمان ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو ادارې مشر وویل چې په تیر کال کښې ۸۵ زره غيري قانوني افغانان خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.

روح الله خضرپور د دونۍ/ دوشنبې په ورځ د وري/حمل په ۲۷مه دا موضوع راپورته کړه او زیاته یې کړه چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو مسله یوه انساني مسله ده او د یادولو وړ ده چې اوس مهال په کرمان ولایت کې د نویو مهاجرینو د منلو شرایط او امکانات نشته.

خضرپور زیاته کړه چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه د کرمان ولایت د ملي چارو د عمومي ریاست له خوا د بهرنیو اتباعو د استوګنې اجازه نه ده صادره شوې او کله ناکله پخواني اجازه لیکونه تمدید شوي او د پام وړ شمیر خلک خپلو هېوادونو ته ستانه شوي.

هغه څرګنده کړه، په دې لړ کې په ۱۴۰۳ کال کې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ له دغه ولايت څخه ٨٥ زره غيرمجاز وګړي ويستل شوي او سږ کال هم دغه پروګرام په جدي توګه دوام لري چې په نتيجه کې يې کرمان ولايت د غيري قانوني کسانو له شتون څخه ناامنه شوى دى.

خضري پور په دوام سره وويل هيله لرو چې د افغانستان شرايط د هغو زياتو مهاجرينو ستنولو لپاره برابر شي چې له څلورو لسيزو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت ميلمانه دي او دغه کسان له ستنېدو وروسته د خپل هيواد په پرمختګ کې اغيزمن تمام شي.

| ايراني مقاماتو خبر ورکړی چې افغان کډوال بايد په ۱۳ ورځو کې له کرمانه ووځي