راپورونه کورني راپورونه

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په اختریز پيغام کې د نړيوالو غوښتي چې د دوی پر نېک نيت دې شکونه نه کوي

هبت الله اخندزاده

د طالبانو رهبر هبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې کابل د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

شيخ هبت الله اخندزاده په دغه له هیوادونو غوښتي چې د اسلامي امارت په نېک نیت دې شک نه کوي او له دوی سره دې ښې اړیکې ټینګې کړي.

د طالبانو مشر په خپل پيغام کې له بې وزلو سره د مرستې، هېواد کې د امنیت، زده کړو، اقتصاد، له نشه یي توکو سره د مبارزې، د اسلامي شریعت نافذولو، له هر چا سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند کولو او د فلسطين موضوع ته يې هم پکې اشاره کړې ده.

که څه هم هبت الله اخندزاده د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانيستلو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د پوهنې وزارت د ديني او عصري زده کړو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي.

هبت الله اخندزاده همدارنګه ويلي چې د دوی د حکومت هدف د اسلامي شريعت ساتل دی چې د اسلامي تعزيراتو او حدودو په پلي کولو کې به د هيچا فشار ونه مني.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي خلک د بې روزګارۍ، بې وزلۍ، تعليم ته د ښځو د ممنوعیت او نورو ستونزو څخه کړېږي، خو طالبانو د بيان پر ازادۍ او مدني حق غوښتنې تازه محدوديتونه لګولي، د شنونکو په باور طالبان په دې کار سره غواړي چې د ولس غږ نور هم چوپ کړي، تر څو د نړيوالو څخه د افغانستان د وضعيت حقايق پټ شي.

| طالبانو د پوهنې وزير د تعليمي کال د پيل مراسمو کې د نجونو د تعليم اړوند هيڅ ونه ويل