سیاست کورني خبرونه

پر سياسي ګوندونو د بنديز وروسته هم ګلبدين حکمتيار خپلو ليدنو ته دوام ورکړ

ګلبدين حکمتيار

که څه هم د طالبانو د عدليې وزارت تېره ورځ په ټينګار سره خبرداری ورکړ چې نور په هېواد د سياسي ګوندونو پر فعاليت بنديز دی خو د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د دې خبرتيا سره سره تېره ورځ په خپل نوي دفتر کې د يو شمېر مخورو خلکو سره ليدنې پيل کړې.

د ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار بيا نن پر خپله ايکس پاڼه د ښاغلي حکمتیار يو ويډيو خپره کړې چې د بيان د ازادۍ پر ارزښت خبري کوي، ګلبدين حکمتيار په ويډيو کې وايي، «همدا د بيان ازادي ده چې ټولنه د اصلاح لوري ته بيايي، او د فساد مخنیوی کوي. چيري چې سانسور وي، چيري چې اختناک وي، چيري چې د خلکو په خولې باندې پلستر ووهل شي او حق ويل ګناه وګڼل شي، هلته د فساد ريښې ډېري خپرېږي. څوک ورته متوجه کېږي هم نه. ورو ورو د فساد جرړې دومره ژوري ولاړې شي چې نظام را نسکور کړي.»

دا په داسې حال کې ده، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر ګلبدین حکمتیار له خپل هغه استوګنځي ایستل شوی، چې د افغانستان تېر حکومت ورته د سولې د موافقتنامې پر اساس ورکړی وو.

طالبانو همدارنګه حکمتیار ته په اشارې خبرداری ورکړی وو، چې نور په افغانستان کې د حزب نوم اخېستل جرم دی او که کوم سياستوال فعاليت وکړي، نو د شرعي او قانوني سزا سره به مخ شي.

| په هيواد کې د سياسي احزابو د فعاليت پاي، ځيني يې ښه او ځيني يې بد تعبيروي