اقتصاد کورني خبرونه

جاپان د اوچا صندوق سره د افغانستان لپاره ۶ ميليونه ډالر بشري مرسته وکړه

بشري

جاپان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د شپږ ميليونو ډالرو نوره مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په روان کال کې د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره د جاپان د شپږ ميليونه ډالرو مرستې څخه مننه کړې ده.

اوچا تېره ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو جاپان چې د افغانستان یو سترمرستندویه بلل کیږي؛ له دې مخکې یې هم د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو له لارې په دې هېواد کې له اړو کسانو سره د ملیونونو ډالرو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ډبليو ايف پي د روان کال د فبرورۍ په دوهمه د جاپان د حکومت د ۱۳ نیم ملیون ډالرو د مرستې خبر هم ورکړی و.

ډبیلو ایف پي ويلې چې ددې پروګرام سره د جاپان د دريو کلنو مرسته ۷۳ ميليونه ډالرو ته ورسېده.

اوچا ويلې لاهم په افغانستان کې د ۱۵ ميليونه بې وزله او کډوالو لپاره ۹۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

| مولوي عبدالکبیر: طالبان د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل توان نلري