بهرني راپورونه

روسيه د ترهګرو ډلو له ليست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره کار کوي

ترهګرو

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې مسکو اوس د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو موضوع څېړی.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) نېټه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په حواله خبر ورکړ چې د روسیې د عدلیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د حکومت د نورو اړوندو بنسټونو د طالبانو نوم د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د ايستلو پر موضوع کار روان کړی دی.

خو ټاس ټینګار وکړ چې په دې اړه وروستۍ پریکړه د روسیې مشرتابه پورې اړه لري. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د دوشنبې په ورځ ټاس ته د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له طالبانو سره د مسکو د منظمې همکارۍ خبر ورکړ.

کابلوف څرګنده کړه چې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې چې د روسیې په کازان ښار کې د اسلامي نړیوال فورم په غونډه کې چې د غويي/ثور په ۲۵مه جوړېږي، ګډون وکړي.

روسیه د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو مسله وروسته له هغه څیړي چې د وري/حمل په درېیمه نیټه د مسکو په څنډه کې د داعش ډلې په خونړي برید کې تر ۱۴۰ ډیر کسان ووژل شول.

روسیې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده چې د مسکو په وینا د منځنۍ اسیا د هیوادونو امنیت له ګواښ سره مخامخوي.

| روسيه: منځنۍ اسيا ته لاهم د افغانستان ترهګريز ګواښ موجود دی