راپورونه روغتیا

په افغانستان او پاکستان کې لا هم د پوليو ګواښوونکی ويروس له منځه نه دی تللی

پوليو

د هند ملي ورځپاڼې د روغتیا د نړیوال سازمان د ډاکټرانو او چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په نړۍ کې د پوليو ویروس له منځه تللی دی. خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم شتون لري.

دې ورځپاڼې په (میلنډا ګیټس) بنسټ کې د پوليو د ټیکنالوژۍ، څیړنې او تحلیلونو د مرستیال (انندا بندیوپایدای) له قوله ویلي چې افغانستان او پاکستان د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې پولیو لا هم په کې “خپره” ده.

په دغه راپور کې که څه هم د افغانستان او پاکستان د هغو مشخصو سیمو په اړه څه نه دي ویل شوي چې د دغه ویروس پېښې پکې ثبت شوې دي. خو ویل شوي، چې تر دې وړاندې په دغو دوو هېوادونو کې د پولیو ۱۰ پېښې وې او اوس دا شمېر اته ته راټیټ شوی دی.

دا په داسې حال چې ده پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره د پوليو واکسين پر کمپاينونو يو لړ محدوديتونه لګېدلي، چې د هغو له جملې څخه د ښځينه واکسيناتورانو له دندې څخه منع کول او د واکسين لپاره د هر کور دروازې ته د واکسيناتورانو پر ورتګ بندیز لګول و.

د مالوماتو پر بنسټ د پوليسو واکسيناتوران اوسمهال د کلي مسجد ته ورځي او د طالبانو د طرزالعمل له مخې ټول ماشومان د واکسين لپاره مسجد ته ورغواړي چې دا کار د ډېرو ماشومانو واکسين ته د غير حاضرۍ سبب کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د طالبانو د ريس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د روغتیا د نړیوال سازمان له یو شمېر چارواکو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې دوی په افغانستان کې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

| عامې روغتيا وزارت: هيواد کې په تنفسي ناروغيو د اخته کسانو شمیر زيات شوی