بهرني راپورونه

شهباز شريف: د چينايي انجينرانو د وژنې پيښه کې پر مختګونه شوي

چينايي

د پاکستان لومړي وزير ادعا کړې چې د شانکلې په بشام کې د چينايي انجينرانو د وژنې د پيښي اړوند يې پر مختګ کړې او چين ته يې ډاډ ورکړی چې بيابه داسي پېښي تکرار نشې.

شريف ونه ويل چې د چينايي انجينرانو د وژني پيښي په تړاو يې څه موندلې دي، او بريد د چا له لورې پلان شوی دی.

د مارچ ۲۶مه د شانکلې په بشام سيمه کې د چينايي انجينرانو پر يوه موټر ځانمرګی بريد ترسره شو چې پکې د یوه پاکستاني ډريور په شمول شپږ تنه ووژل شول چې پنځه تنه يې د چين اتباع و.

په پاکستان کې هيڅ يوې وسله والي ډلي ددې بريد مسؤليت ونه مانه خو تر دې وړاندي بلوڅ بيلتونپالو پر چينايانو د بريدونو مسؤليت په غاړه اخيستئ و.

د چين د څيړنو او پلټنو يوه ډله هم اسلام اباد ته رسېدلې او هلته د پيښي په تړاو په پلټنو بوخته ده، خو شهباز شريف تېره ورځ خپلې کابينې ته د خبرو پر مهال د پرمختګونو خبر ورکړ.

د پاکستان لومړي وزير د هیڅ پر مختګ دقيقه يادونه ونه کړه، خو چين ته يې وويل چې بيا به داسي پيښي ترسره نشې.

شهباز شریف وویل د بشام پېښه کې ککړ عناصر نه غواړي چې د پاکستان اؤ چین دوستي پر مخ ولاړه شې.

لومړي وزير شريف زياته کړه چيني لوري ته يې ډاډ ورکړی چې د پيښي عاملين به نيسي او سخته سزا به ورکوي.

د پاکستان لومړي وزير ويلې چې د چين لوري ته يې ويلې تر څو د سې پيک پروژې چارې ځنډنۍ نشې، او مخالفین همدا غواړي چې ددې پروژې چاري ودرول شې.

د يادونې وړ ده چې پاکستان کي د چين حکومت له لوري پنځه لويي پروژې رواني دي چې ددې پيښي وروسته د ټولو چاري درېدلي او پکې زرګونه د ماښام ډوډۍ پسي حيران پاکستانيان بې روزګاره شوي دي.

| د خپلو اتباعو د وژنې د پيښې په تړاو د چين يوه پلټونکې ډله اسلام اباد ته تللې