بهرني راپورونه

د خپلو اتباعو د وژنې د پيښې په تړاو د چين يوه پلټونکې ډله اسلام اباد ته تللې

چين

راپورونه وايي چې د چين د پلټنو يوه ځانګړې ډله په شانګله کې د خپلو پنځو اتباعو د وژنې پيښې د څېړلو په موخه اسلام اباد ته تللې او هلته به د پاکستاني لوري سره يو ځای د پيښي څېړنه وکړې.

د پاکستان حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چين پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي سره کتلي او د پیښې په هکله تر دې دمه تازه معلومات یې ورسره شریک کړیدي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلې د بهرينو چارو د وزارت په مرسته يې د پيښي په دوهمه ورځ هم لومړني معلومات په اسلام اباد کې د چين سفارت سره شريک کړل.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي نقوي د چین پلټونکو او دیپلوماتو ته ډاډ ورکړی چې د دې پیښې عاملین به مسؤل بلل کیږي او عدالت ته به راښکل کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان تېره ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې پدې پلاوي کې د چین د څو ادارو استازي برخه لري او د پاکستان څخه یې غوښتي چې د ځانمرګي برید په هکله بشپړ او چټک تحقیقات وکړي او ددې ترڅنګ په ټول پاکستان کې د دې هیواد د اتباعو خوندیتوب لپاره ډاډ ورکړي.

لين جيان زیاته کړه چې پلاوي همدارنګه د پاکستان لوري څخه غوښتنه کړې چې په بشپړه توګه د چین اتباعو ته متوجه خطرات له منځه یوسي او په پاکستان کې د چینایي اتباعو، ادارو او پروژو لپاره د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړي.

یو ځانمرګي بریدګر د سه شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ملاکنډ په شانګله کې د یو بریښنا بند د جوړولو ځای سره نږدې د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ چې پنځه چینایي انجینران او د پاکستان موټر چلوونکی یې پکې ووژل شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې په چینایي اتباعو د بریدونو د کولو ادعا بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې کړې .

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان کې د چين دوو سترو پروژو کارونه چې زرګونو کسانو پکې کار روزګار کاوه درېدلي دي.

| الجزيره: پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو په پايله کې ۱۸ کسان وژل شوي