Uncategorized @ps-af

د روسيې يو پلاوی د استخباراتي همکاريو لپاره شمالي کوريا ته تللی

شمالي کوريا

راپورونه وايي چې د روسيي د بهرنيو استخباراتو ادارې SVR يو لوړ پوړی پلاوی په روانه اوونۍ کې شمالي کوریا ته تللی او هلته يې ددې هيواد له چارواکو سره د استخباراتي او جاسوسي فعالیتونو پر خلاف د همکاریو پر پراختيا خبري کړي.

شمالي کوريا ته د روسيې د استخباراتو د لوړ پوړي هيئت د سفر جزيات د شمالي کوريا دولتي اژانس KSNA په ډاګه کړل، اژانس په بيان کې زياته کړې ده چې دا دوه هيوادونه به د استخباراتي راکړه ورکړو لپاره نور سفرونه او ناستي هم ترسره کړي.

د اژانس د خبر له مخې، د روسیې دSVR ادارې مشر سرګي ناریشکین او د دولت په چارو کې د شمالي کوریا د امنیت وزیر ري چانګ دای په پلازمېنه پیونګیانګ کې د نړیوالو مسایلو، د کوریا ټاپووزمې او روسیې د حالاتو په اړه یو بل ته معلومات ورکړي دي.

دواړو لوریو دمختاصمو ځواکونو جاسوسۍ د فعالیتونو او د توطئو د اقداماتو د زیاتېدو په وړاندې د مقابلې لپاره د همکاریو پر زیاتوالي هم بحث او خبري کړي دي.

روسيه د شمالي کوريا هغه متحد هيواد دی چې همېشه يې د نړيوالو د بنديزونو برخلاف شمالي کوريا ته خام مواد ورکړې او دا هيواد يې د جنوبي کوریا، امريکا او جاپان په وړاندي حمايه کړی دی.

د شمالي کوريا او روسيې تر منځ د استخباراتي معلوماتو د واخله راکړه، معامله هغه وخت پيل شوه چې ددې هيواد دکتاتور ولسمشر شي جینپینګ په اورګاډي کې روسيې ته سفر وکړ او هلته يې د استخباراتي اړيکو په برخه کې له پوتين سره ژمنې وکړې.

د يادونې وړده چې شمالي کوريا ته د روسيې د استخباراتي ادارې لوړ پوړی پلاوی په داسي حال کې سفر کوي چې تېره اونۍ مسکو ته نږدې د سندرو په يوه کنسرټ برید کې سلګونو کسانو ته مرکژوبله واوښته.

| روسيه: منځنۍ اسيا ته لاهم د افغانستان ترهګريز ګواښ موجود دی