سیاست کورني خبرونه

حسن خان: افغانان دې پاکستان ته د روس او امريکې خيال نه کوي، موږ ډېر تکړه يو

پاکستان

مشهور پاکستاني خبريال حسن خان ويلي چې طالبان او افغانان دې پاکستان ته د روسيې او امريکا فکر نه کوي، د هغه په خبره پاکستان په جګړه کې تر امريکا او روسيې هم تکړه او متفاوت دی.

حسن خان په خپلو خبرو کې زياته کړې، « امريکا، انګرېز او روس له يوې ليري جغرافيې څخه د څو غوټو او سامانونو سره افغانستان ته راغلي وو، افغانستان کې ځکه له ماتې سره مخ شوه چې نه يې کور و او نه يې څوک مرسته کوونکي و، خو پاکستان د افغانستان په څنګ کې خپله خاوره، ولس، خپلوان او کورونه لري چې دا به هيڅ د ماتې سره مخ نشي.»

حسن خان همدارنګه په اشارې سره زياته کړې چې روسيې ته هم پاکستان د افغان مجاهدينو د ملاتړ په ذريعه ماته ورکړه.

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو حسن خان ته د ۱۹۷۱ زېږديز کال د ۹۳ زره هغو تسليم شوو پاکستاني پوځيانو چې پتلونونه يې هم هندوستاني پوځ ته ور پاتې وه پېغور ورکړی دی، او ورته ليکلې يې دي چې ستاسو تکړه والی او غيرت په هماغه ورځ ټولو ته څرګند شوی دی‌.

پاکستان
په ۱۹۷۱ کال کې هندوستاني پوځيان د تسليم شوو پاکستاني پوځيانو څخه د پتلونونو د کښلو پرمهال

 

د يادونې وړ ده چې د ۱۹۷۱ زېږديز کال د ډسمبر په ۱۶مه نېټه د پاکستان د وسله والو ځواکونو مشر جنرال امیر عبدالله له ۹۳۰۰۰ پاکستاني پوځیانو سره د هند د پوځ ته تسليم شو، چې د هند پوځيانو له پاکستاني پوځيانو څخه پتلونونه هم وکښل.

پاکستان
په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان د پوځ مشر امير عبدالله د تسلیمۍ سند د لاسليکولو پرمهال

 

د شنوونکو په باور د ۱۹۷۱ کال دغه ورځ د پاکستان لپاره د شرم هغه تاريخي ورځ ده چې په نړۍ کې به هيڅ هېواد او آن يوه وړه ډله هم د پاکستان د پوځ څخه ويره او پروا ونکړي.

شنوونکي په دې باور دي چې پاکستان يو داسي حقيقي هېواد نه دی چې ځانګړی ملت او ارزښتونو ولري، بلکي دا د امريکا يو پوځي ماموریت دی چې کله يې موده پوره شي نو پر څو برخو به ووېشل شي.

| خوست کې ډيورنډ کرښه باندې د پاکستاني ځواکونو جوړ شوي تاسيسات د طالبانو لخوا نيول شوي