بهرني راپورونه

بلوچستان کې د سمندري ځواکونو پر مرکز بريد کې څلور پاکستانيان وژل شوي

سمندري ځواکونو

راپورونه وايي چې تېره شپه د بلوچستان په تربت کې د سمندري ځواکونو پر يوه لويه اډه په وسله وال برید کې چې کابو دوه نيم ساعته يې دوام وکړه څلور پاکستاني پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان سمندري ځواکونو بيا په يوه بيان کې ويلې چي شپږ تنه بریدګر اډې ته د ننوتلو په حال کې ددوی د ځواکونو له لوري ووژل شول.

د صدیقي پر هوايي اډې د دې حملې مسوولیت د بلوچستان د آزادي بښونکي پوځ په نوم د بلوڅ بیلتونپالو یوې ډلې منلی دی.

بلوڅ آزادي غوښتونکې ډله د پاکستان، برېتانیا او امريکا متحدو ایالتونو له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

سمندري ځواکونو ويلې چې په دې بريد کې هوايي ډګر او پوځي مرکز ته زيان ندی اوښتی.

دا په تېره يوه مياشت کې په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو پر مرکزونو دوهم ستر بريد بلل شوی دی.

دغې ډلې له دې وړاندې هم په سیمه کې د پاکستان د حکومت او چین پر ګټو بریدونه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې بلوڅ بيلتون پالو په يوه خبرپاڼه کې ويلې چې ځواکونه يې د روژې په مياشت بريدونو ته پوره چمتوالی لري، او جابر پوځ ته به سخت سبق ورکړي.

| د پاکستان په بلوچستان کې د يوې چاودنې پايله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې