سپورت کرکټ

پاکستان کرکټ لوبډله نړيوال جام ته د تياري لپاره پوځ سره تمرينات ترسره کوي

نړيوال جام

د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د لوبډلې ټول لوبغاړي به يې د دوو اونيو لپاره د پوځ سره ګډ تمرينات ترسره کړي، او راتلونکي شل اوره نړيوال جام ته لوبډله اماده کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د تیز توپ اچوونکي محمد عامر او الراونډر عماد وسیم په ګډون د هغو ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د مارچ له ۲۶ څخه د اپریل تر اتمې نیټې پورې به د ایبټ اباد په کاکول پوځي اډه کې په تمریناتو کې برخه واخلي.

محمد عامر او عماد وسیم دواړو له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد کېدو پرېکړه بیرته اخیستې او د جون په میاشت کې په امریکا او ويسټ انډیز کې کېدونکې شل اوریز نړيوال جام کې د ګډون دپاره یې چمتوالی ښودلی.

د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمپ نوملړ د پاکستان سوپر ليګ تر سياليو وروسته اعلان کړ او هغه لوبغاړي يې پکې ځای کړي چې د سوپر ليګ په دې پړاو کي يې ښه لوبي ترسره کړي دي.

ټاکل شوې چې پاکستان راتلونکې میاشت د پنځو شل اوریزو لوبو دپاره د نیوزیلنډ کوربه وي او د جون په دویمه د شل اوریز نړیوال جام د پیل کیدو دمخه به د ایرلنډ او انګلنډ سره شل اوریز سیریزونه ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د پاکستان د پوځ په همکارۍ تنظیم شوی روزنیز پروګرام د ملي ټیم په جوړولو باندې تمرکز کوي او موخه یې د لوبغاړو فزیکي او ذهني ځواک لوړول دي، ترڅو “دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی د راتلونکو ننګونو سره په ښه توګه مبارزه کولی شي.

د يادونې وړ ده چې دا دوهم ځل دی چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبغاړي د کاکول په پوځي اډه کې په تمریناتو کې برخه اخلي. تر دې وړاندي په ۲۰۱۶ کال کې د مصباح الحق په مشرۍ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیریز دپاره انګلستان ته له تللو وړاندې په دغه اډه کې روزنه ترلاسه کړې وه.

| افغانستان ايرلنډ ته په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه