راپورونه کورني راپورونه

د نيمروز ولايت په يوه مدرسه کې پر يوې ماشومې نجلۍ جنسي تېری شوی دی

مدرسه

سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په نیمروز ولایت کې د یوې مدرسې پر زده کوونکې د دوو کسانو له خوا جنسي تېری شوی دی.

سرچینې نن يونۍ/يکشنبه د وري/حمل پر ۵مه نېټه ويلي چې دغه نجلۍ چې اته کلنه وه، د دوو کسانو له خوا هغه مهال جنسي تېری ورباندې وشو، چې په یوه کورنيزه مدرسه کې د دیني علم په زده کړه بوخته وه.

سرچینه زیاتوي، چې پر دغې ماشومې نجلۍ د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په “کاکړانو” سیمه کې په يوه مدرسه کې جنسي تېری شوی دی.

سرچينې په ډاګه کړې، چې د نجلۍ کورنۍ د طالبانو امنيتي حوزې ته مراجعه کړې ده. خو تر اوسه طالبانو د دغې نجلۍ قضيې ته رسيدګي نه ده کړې.

د دغې نجلۍ کورنۍ د هغې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللی.

دا په داسې حال کې ده چې په نیمروز ولایت کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده؛ وروسته له هغه چې طالبانو ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بنديز ولګاوه، او دیني ديني مدرسې د ښوونځیو د بدیل په توګه کارول کیږي.

له دې وړاندې هم د طالبانو تر ادارې لاندې په دیني مدرسو کې له ماشومانو څخه جنسيا ستفادې د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې راپارولې دي.

| نيمروز کې پر يوه لس کلنه انجلۍ جنسي تېری شوی او بيا وژل شوې