بېلابېل سپورتونه سپورت

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي واحد نژد خپل سيال ته ماتي ورکړه

واحد نژد

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي واحد نژد تېره شپه په یوه لوبه کې د چک جمهوريت څخه خپل سيال جاکوب باهينګ ته سختي ماتي ورکړه.

د ازادو مبارزو دغه لوبه په جرمني کې د اوکتاکون سازمان تر چتر لاندی ترسره شوه تر درې پړاوه سيالۍ وروسته د لوبڅارانو د پريکړي په اساس ښاغلی واحد نژد د ډيرو نمرو په اخيستل د لوبې ګټونکی اعلان شو.

افغان لوبغاړي نژد چې ۳۰ کاله عمر لري د خپل سيال سره په ۷۴ کيلو ګرامه وزن کي په درې پړاوه کې پنځه- پنځه دقیقې ولوبيد او سيالۍ يې وګټله.

دا په داسي حال کې ده چې ښاغلي نژد تر دې وړاندي ددغه سازمان د۹ ترسره شويو لوبو څخه ۷ ګټلې او دوه یې بايللي دي.

| د افغانستان او قطر د فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې لوبېږي