راپورونه کورني راپورونه

د مقاومت جبهې په مسکو کې د داعش ډلې بريد په کلکو ټکو وغانده

مسکو

په افغانستان کې د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې په مسکو کې د داعش ډلې د تېري شپې بريد وغانده

د مقاومت جبهې نن خالي/شنبه د وري/حمل پر ۴مه نېټه پر ټولنيزه رسنۍ ايکس کې په يوه خبرپاڼه کې د مسکو بريد يو ترهګريز بريد وباله او د دغه بريد د قربانيانو د کورنۍ او د روسيې حکومت سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

مقاومت ډلې په خپله خبرپاڼه کې ويلي « د افغانستان خلک له څو کلونو راهیسې له افراطیت او ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دي او دا پدیده په قصدي او منظم ډول د منځنۍ اسیا او روسیې پر لور روانه ده.»

د مقاومت جبهې همدارنګه زياته کړې چې « موږ په خپل هیواد کې د جمهوري رژیم له نسکوریدو تر مخه او وروسته هم څو ځله خبرداری ورکړی چې دا پلان او جنایت په دې سيمه کې پر مخ زياتېدو دی.»

د مقاومت جبهې ادعا کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړي سر کې ده او په هر قیمت به د دې پدیدې پر وړاندې له خپلو خلکو دفاع کوي.

دغه جبهې د اعلامیې په پای کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته بلنه ورکړې چې له افراطیت او ترهګرۍ سره په مبارزه کې برخه واخلي او هیله يې څرګنده کړې چې د دې ناوړه پدیدې څخه سيمه او نړۍ خلاصه کړي.

د مقاومت ډله په داسې حال کې د داعش ډله ترهګره ډله بولي چې دوی خپله هم د کله ناکله په عامو ځايونو کې د طالبانو د په نښه کولو ادعاوې کوي، او طالبانو حکومت د مقاومت او نوري مخالفي ډلې ترهګر بولي خو وايي چې دا ترهګر په فزيکي توګه شتون نلري او يوازي فېسبوکي تبليغات پر مخ وړي، يوه اوونۍ وړاندې د امريکا استخباراتو هم ويلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو مخالفي ډلې بهرنی ملاتړ او قوي رهبري نه لري، ځکه نشي کولی چې د طالبانو لپاره تحديد جوړ کړي.

| امریکايي استخبارات: د طالبانو وسله وال مخالفين قوي رهبري او بهرني ملاتړ نه لري