راپورونه کورني راپورونه

طالبان: که پاکستان بيا بريد وکړي، موږ به خپل سرتېږي د مقابل بريد نه منع نشو کړلی

پاکستان

د طالبانو د لوى درستيز مرستيال مالي خان صديق په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د پاکستان له خوا د وروستيو بريدونو په اړه وويل، که دا بريدونه تکرار شي، نو دوی به ونشي کولی چې خپل جنګیالي کنټرول او د جګړې مخه يې ونيسي.

مالي خان دغه څرګندونې د وري/حمل په لومړۍ نېټه د پاکستان د وروستيو بريدونو په اړه په پکتيا ولايت کې وکړې.

هغه وويل: «موږ د جګړې پلوي نه يو، خو که زموږ د خاورې پر يوه کونج هم ډزې وشي، زموږ ځواکونه به بې تفاوته پاتې نه شي او سمدستي به ځواب ووايي.»

دا په داسې حال کې ده چې د درېنۍ په ورځ د پاکستان پوځ د هېواد په ختيځ کې د پکتيکا او خوست ولايتونو په ځينو سيمو هوايي بريدونه کړي دي.

له هغه وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د «ملکي خلکو» پر کورونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې اته ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا برید د “ترهګرۍ ضد عملیات” دي او ویلي یې دي چې په دې برید کې يې د حافظ ګل بهادر ډلې د غړو ځایونه په نښه کړي دي.

| شهباز شریف: په ګاونډ کې تروريزم موږ ته د منلو وړ ندی