حادثې کورني خبرونه

طالب چارواکي: د کندهار پېښه يو ځانمرګی بريد و چې مرګ ژوبله يې اړولې

کندهار

نن په کندهار ښار کې د کابل بانک او پاسپورټ ادارو ودانیو مخته یوې چاودنې د یو شمېر ملکیانو او طا‌‌لب نظامیانو په ګډون شاوخوا څلور کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې د ا یوه ځان وژونکې حمله بللې او د پېښي ډیری قربانیان یې ملکي کسان بللي دي.

خو يوې بلې سرچينې بيا ويلي چې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۲۵ ټپيان شوي دي، د سرچينې د مالوماتو له مخې د کابل بانک مخې ته يوازي نظامي کسان موجود وو چې د تنخوا اخيستلو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

د مالوماتو پر اساس د کابل بانک مخکينی دفتر تر دې وړاندې د کندهار د عمري جامع شاته وو چې د امنيتي وضعيت د درک په خاطر د طالبا‌‌نو په راتګ سره د کابل بانک دفتر د کندهار ښار لومړۍ ناحیې ته څیرمه د پاسپورټ رياست ته مخامخ انتقال شوی وو.

ويل کېږي‌ چې په کابل بانک کې يوازي نظامي کسانو ته تنخواګانې ورکول کېږي او د بانک دروازې ته تلونکي ټول کسان د امنيتي کسانو لخوا تلاشي کېږي.

د دې پېښي پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، تر دې وړاندې په کندهار او يو شمېر سيمو کې د ازادۍ په نوم ډلې د يو شمېر چاودنو پړه منله،‌ خو د روژې په راتګ سره دغې جبهې د خپلو بريدونو د درولو خبر ورکړی و.

| د ازادۍ جبهې ډلې په روژه کې د طالبانو پر وړاندې د بريدونو د درولو خبر ورکړی