بهرني راپورونه

شهباز شریف: په ګاونډ کې تروريزم موږ ته د منلو وړ ندی

شهباز شریف

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف تېره ورځ چهارشنبه د خپلي کابينې غونډي ته د وينا پر مهال دا خبري وکړې او زياته يې کړه چې د پولي ها غاړي ترهګري پاکستان ته د منلو وړ نده.

د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير شهباز شریف دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د افغانستان سره وروستيو کې ددي هيواد ستونزي زياتي شوي او آن په افغانستان کې د پاکستان د بمباري تر کولو وروسته پر ډيورنډ کرښه افغان ځواکونو پر دې هيواد بريد کړی دی.

شهباز شريف دغه خبري د خيبر پښتونخوا د ميرعلي سيمې د قرباني شويو پوځيانو په ماتم کي وکړې چې پکې ۸ تنه پوځي سرتيري ووژل شول.

د پاکستان صدراعظم بې له دې چې د افغانستان نوم واخلي ویلي، که د کوم ګاونډي هېواد خاوره د ټروریزم لپاره کارول کېږي، دا به د منلو وړ نه وي.

نوموړي زياتوي.«که د ګاونډي هېواد خاوره د ټروریزم لپاره کارول کېږي، دا د زغم وړ خبره نه ده. دا خبره دې ښکاره وي، چې موږ به په هېڅ ډول د پولې له بلې غاړې د ټروریزم هېڅ بڼه ونه زغمو.»

د پاکستان لومړي وزير دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د استخباراتي اطلاعاتو پر اساس ورته معلومه شوې چې په میرعلي کې د تېرې شنبې حمله د افغانستان په خاوره کې پلان شوې وه، خو پاکستاني چارواکو اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.

د ميرعلي تر پېښې وروسته د پاکستان جټ الوتکو د دوشنبې سهار په پکتیکا او خوست کې دوه کورونه په نښه کړل چې په پایله کې یې د افغان حکومت د معلوماتو پر بنسټ ۵ ښځې او درې ماشومان ووژل شول.

چې په ځواب کي يې د افغان حکومت ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بريد وکړ چې پکې د پاکستاني رسنيو له قوله ۱ قومندان وژل شوی او څلور سرتیري ژوبل شوي و.

څيړونکې په دې باور دي چې ښايي د افغان او پاکستانی حکومت تر منځ لويه جګړه را منځته شې چې زيان به ې دواړو هيوادونو او خلکو ته ورسېږي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندي هم پاکستان په خپل هيواد کې د روانو ګډوډيو پړه پر افغان حکومت اچوله خو افغان حکومت بيا دا تورونه رد کړي.

| د ملي دفاع وزارت د ډيورنډ کرښې څېرمه پر پاکستاني پوځي مرکزونو د بريد خبر ورکړ