راپورونه

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت: د طالبانو منځ کې “ځینې عناصر” د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي

ټي‌ټي‌پي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد د هوايي بریدونو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان خلکو او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو د طالبانو په منځ کې ځینې «ځانګړي عناصر» په فعاله توګه د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې دغه عناصر د پاکستان پر وړاندې د نیابتي جګړې په موخه له تحريک طالبان پاکستان « TTP / ټي‌ټي‌پي » څخه کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې په افغانستان کې دننه د بریدونو اصلي موخه یې د تحریک طالبان پاکستان له متحدینو څخه وسله وال حافظ ګل بهادر و.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د غړو د شتون په اړه خپلې اندېښنې له طالب چارواکو سره شریکې کړې او له هغوی یې د TTP پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې په وینا پاکستان له طالبانو غوښتي چې “ټي‌ټي‌پي” ته پناه نه ورکوي او د دې ډلې رهبران د پاکستان حکومت ته وسپاري.

طالبانو تل د TTP ملاتړ رد کړی او د پاکستان د دغه ډول تور په غبرګون کې وايي چې موږ د پاکستان د امنيت نيولو مسؤليت نلرو، پاکستان دې خپل امنيت پخپله ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته دوه بجې پاکستاني الوتکو د افغانستان پر خاوره د څو بېلابېلو بريدونو په پايله کې يو شمېر ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په شهادت ورسېدل.

د پاکستان دغو بريدونو ته د طالبانو د حکومتي دستګاوو په شمول د پرځول شوي جمهوريت نظام پخوانيو چارواکو او سياستوالو هم غبرګونونه وښودل او دغه بريدونه يې د افغانستان پر ملي حاکميت تېری وباله.

| پاکستان د افغانستان پر دريو ولايتونو سختی بمبارۍ کړي، طا‌لبا‌نو دا کړنه غندلې