راپورونه کورني راپورونه

پاکستان د افغانستان پر دريو ولايتونو سختی بمبارۍ کړي، طا‌لبا‌نو دا کړنه غندلې

بمبارۍ

پاکستاني جيټ الوتکو تېره شپه او سهار مهال د هيواد په پکتیکا، خوست او کنړ ولايتونو کې سختي بمبارۍ کړې چې پکې تر۱۷ زيات کسان پکې وژل شوي او څو تنه نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې پاکستاني جيټ الوتکو نن د پيشلمي پرمهال د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمبارۍ کړې چې پکې شپږ تنه وژل شوي چې درې ښځينه او درې ماشومان پکې شامل دي.

سيميزي سرچينې وايې چې دغو الوتکو د خوست ولايت په افغان دوبۍ سيمه کې هم بمباري کړې چې پکې يو کور ويجاړ شوي او درې ښځي وژل شوي دي.

د سرچینو په خبره پاکستاني جيټ الوتکو سهار پنځه بجې د کونړ په شولتن دره کې هم بمباري کړې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې بمباريو پخلی کړی او زياته کړې یې ده چې دا ډول کړنې د دواړو وروڼو هيوادونو تر منځ نفاق رامنځته کوي.

د اسلامي امارت ويندوي ويلې دا بمبارۍ د افغانستان پر حريم تجاوز او تيری دی او د پاکستان د ملکي حکومت او خلکو څخه غواړو چې د خپل پوځ مخنيوی وکړې، تر څو له داسي بمباريو لاس واخلي.

مجاهد ويلې چې د دوی ډله د زبرځواکونو په وړاندي د مبارزې تجربه لري او چاته به اجازه ورنکړې چې ددوی پر مور خاوره تيری وکړې.

بل لورته پاکستاني چارواکو بيا ويلې چې په دغو بريدونو کې يې د عبدالله شاه په نوم د ټي ټی پي يو قومندان هم په نښه کړی.

پاکستاني رسنيو ويلې چې پوځ دغه بريدونه د تحريک طالبان پاکستان پر پټنځايونو کړې او دا بريدونه به ددې وروسته دوامداره شې.

افغان طالبان چې پاکستان کې د ژوند تيرولو او پنا اخيستلو وروسته افغانستان کې واک ته رسېدلي تر ډېره د پاکستاني جنرالانو په مستقيمه لارښوونه عمل کوي او افغانان په دې باور دي چې دا ډله اوس هم د پاکستاني پوځ په سخت کنټرول کي ده.

د يادونې وړده چې تر دې وړاندي په ۲۰۱۸ کال کې پاکستاني جيټ الوتکو د خوست او پکتیکا په ځینو سيمو کې بمباري کړې، خو جمهوری حکومت یې په ځواب کې د پيښور په مردان، وزيرستان او بلوچستان کې د پوځ او مليشو محلونه په نښه کړل.

| ممتاز زهرا بلوڅ : طالبانو بايد ژر تر ژره د ترهګرو رهبران پاکستان ته وسپاري