سپورت کرکټ

افغان لوبډله نن د ايرلنډ په وړاندې دوهمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي

اوريزه

ټاکل شوې ده چې نن ماخوستن ۸:۳۰ بجې په شارجه کرکټ لوبغالي افغانستان د ايرلنډ په وړاندي د شل اوره لوبلړۍ دوهمه لوبه ترسره کړې.

ايرلنډ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې افغانستان ته په ۳۸ منډو ماتي ورکړه، خو وړاندي دوې يو ورځنۍ لوبي بيا افغانستان وګټلې.

کرکټ بورډ پر ټولنیزو رسنيو د لوبغاړو د تکړښت انځورونه خپاره کړې او ويلې يې دې چې لوبي ته بشپړ چمتوالی لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د ننۍ او راتلونکې لوبې په هکله وايې.

که څه هم لومړۍ لوبه ایرلنډ وګټله، خو افغانستان په دغه لوبلړۍ کې ځینې ځوان لوبغاړي په خپل ټیم کې شامل کړي چې تر نړیوال جام مخکې دوی هم وازمويي. لوبډلې یوه ورځ ارام وکړ. موږ په شل اووره فارمټ کې غوره لوبډله لرو، تمه ده چې نننۍ سیالي به د افغانستان په ګټه پای ته ورسېږي.

ننني سیالي په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره زیاته مهمه ده ځکه چې که یې وبایلله آیرلنډ به د شل اوره سیالیو ګټونکی شي.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ وروستۍ شل اوره لوبه به سبا دوشنبه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شې.

افغان لوبډله به د روانې شل اوريزه لوبلړۍ وروسته د دمې لپاره هيواد ته ستنه شې او تر دمې پريکولو وروسته به زمبابوي ته د لوبو لپاره لاړه شې.

| افغانستان ايرلنډ ته په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه