حادثې کورني خبرونه

هلمند کې يوه ترافیکي پېښه کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترافیکي پېښه

د کندهار او هرات پر لويه لاره د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د ۵۸۰ ماډل مسافر وړونکي بس د تېلو له يوه ټانکر سره ټکر کړی.

دغه ترافیکي پېښه نن يونۍ/يکشنبه د کب په ۲۷مه نېټه د سهار ۵:۳۰ م.غ بجې د نهرسراج ولسوالۍ په يخچال سيمه کې رامنځته شوې ده. د ګريشک دولتي روغتون مسؤلينو ويلي چې په دې پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د مالوماتو پر بنسټ د تېلو د ټانکر او بس ترمنځ يو موټر سايکل هم لاندې شوی دی چې د موټر سايکل سپور کس هم وژل شوی دی.

په خپاره شوي انځورونو کې ليدل کېږي چې د وژل شوو کسانو جسدونه بشپړه سوځول شوي او د پېژندنې وړ نه دي.

د ټپيانو له ډلې يوه کس په خپلو خبرو کې ويلي چې دا ترافیکي پېښه ځکه رامنځته شوه چې د مسافر وړونکي بس چلوونکی نشه وو او تر پېښي وړاندې يې چرس څکولي وو.

ويل کېږي چې دغه مسافر وړونکی بس د محمود الغزنوي مسافر وړونکي شرکت اړوند دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پر لويو لارو ترافيکي پېښې د ناسمو لارو او نورو لاملونو په اساس زياتې شوي دي.

| هلمند کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې