روغتیا ساینس او ​​​​ټیکنالوژي

په ننګرهار کې يوې نهه‌دېرش کلنې ښځې پنځه ماشومان زېږولي

زېږولي

د ننګرهار ولایت چارواکو د دې ولايت په حوزوي روغتون کې د یوې ۳۹ کلنې مور پنځه ماشومان زیږولو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي رسنیو ته ویلي، چې دغې مېرمنې د خالي/شنبې په ورځ (د کب په ۲۶مه) نېټه سهار د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي دي.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په دغو ماشومانو کې څلور يې هلکان او يوه نجلۍ ده، چې د ماشومانو او مور يې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د ډاکټرانو د مالوماتو پر بنسټ، د دغو ماشومانو مور د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکې ده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ۱۴۰۱ لمريز کال د غويي په مياشت کې په ننګرهار ولايت کې يوې مور په ورته وخت کې پنځه ماشومان زېږولي وو.

هغه مهال د ننګرهار د حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوولینو ویلي وو، چې په دغو ماشومانو کې دوه یې نجونې او درې یې هلکان وو.

| عامې روغتيا وزارت: هيواد کې په تنفسي ناروغيو د اخته کسانو شمیر زيات شوی