بهرني راپورونه

اسرايلو د غزې په جنوب کې پر رفح ښار د احتمالي بريد پلان تصویب کړ

رفح

اسرائيلي رسنۍ وايې چې ددي هيواد د لومړي وزير له لوري د غزې په جنوب کې پر رفح ګڼ ميشتي ښار د احتمالي بريد پلان تصویب کړل شو.

اسرايل په داسي حال کې پر رفح گڼ ميشتي ښار د احتمالي بريد پلان تصويبوي چې دا مهال قطر ته د خپل پلاوي پر استولو هم بوخته ده او غواړي د حماس ډلې سره ددوی برمته شوي کسان خوشي کړې.

د اسرايلو د لومړي وزير نتنياهو دفتر ويلې چې نوموړي پر رفح ګڼ ميشتي ښار د بريد لايحه تصويب او تائيد کړې ده.

رفح د غزې په جنوب کې دمصر سره پر پوله پروت هغه ښار دی چې په وروستيو کې د غزې د ميليونونو کډوالو کوربه دی، او دمهال په لکونو انسانان تر شنه اسمان لاندي پکې شپې او ورځې سبا کوي.

تر دې وړاندي اردن او مصر اسرایلو ته خبرداری ورکړی و چې پر رفح ښار د بريد يو ګام به هم سخت ورته تمام شې.

مصر ويلې و که اسرايل داسي عمل وکړې دوی به ورسره څلوېښت کلن امنيتي تړون لغوه اعلان کړي.

تر دې وړاندي امريکا او ملګرو ملتونو هم پر رفح ګڼ ميشتي ښار د اسرايلو د بريد مخالفت کړی و او زياته کړې يې وه چې په دې ښار کې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره بايد ګام اوچت شې.

د اسراییل نړیوالو متحدانو له نتنیاهو غوښتي چې پر رفح برید ونه کړي، ځکه چې داسې اندېښنې شته چې بیا به ملکیانو ته تلفات واوړي، خو اسراییل وایي، رفح د حماس وروستی مرچل دی او دا هغه ډله ده چې اسراییل ژمنه کړې ده چې له منځه به یې وړي.

بل لور ته بيا حماس ويلې تر هغو به د صهیونیسټي ريژيم په وړاندي جګړه وکړې تر څو يو عسکر يې ژوندی پاتی وي.

امريکا، اروپايي اتحاديه، فرانسه، بريټانيا او ملګري ملتونه د اسرايلو هغه متحدين دې چې اسرايلو ته د غزې د ملکيانو د وژلو او رفح د ويجاړولو لپاره مرمۍ، خو د غزې او رفح ښار ملکيانو ته د نس مړولو لپاره ډوډی ليږي.

دا په داسي حال کې ده چې په قاهره کې د قطر، مصر او امریکا په منځګړتوب د اسرايلو او حماس تر منځ د ډزبندي خبري پې پايلې پای ته ورسیدې او اسرایلو اعلان وکړ چې نور به د اوربند پر ځای د جګړې لار غوره کړي.

| FBI: په غزه کې به جګړه ډېر کلونه دوام وکړي او اسراييلو ته به ګرانه تمامه شي