راپورونه کورني راپورونه

د بخښنې نړيوال سازمان افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ

بخښنې نړيوال سازمان

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځول شو، د بخښنې نړيوال سازمان د دغه اقدام هرکلی وکړ.

د بخښنې نړيوال سازمان له خوا د جمعې د ورځې په شپه د کب پر ۲۵مه نېټه په ايکس ټولنیزه رسنۍ کې په يوه خپاره شوي پیغام کې دې سازمان د یوناما له مشر څخه وغوښتل چې سږکال خپلې موخې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو او همدارنګه په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه تمرکز وکړي.

دغه سازمان په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د پلاوي له مشرې روزا اوتنبایوا څخه غوښتي چې په هېواد کې د بشري حقونو د بېړني حالت د هواري لپاره لومړیتوب ورکړي او د ښځو، نجونو او لږکيو قومونو او مذهبونو حقونو ته پام وکړي.

د بخښنې نړيوال سازمان زیاته کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما څارنه او راپور ورکونه خورا مهم دي.

د دې سازمان په وینا، یوناما باید په پرله پسې توګه د بشري حقونو راپور ورکولو ته دوام ورکړي او پر طالبانو فشار راوړي چې هغه فرمانونه لغوه کړي کوم چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه متفقه پرېکړه لیک په تصویب سره د یوه بل کال لپاره وغځول شو.

د دې پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال ماموریت موده د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې غځول شوې ده.

| د ملګروملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د يوناما ماموریت تمدید