حادثې کورني خبرونه

د غور په چارسده ولسوالۍ کې ځايي خلکو د واوري يو پړانګ وژلی

پړانګ

د غور ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت د چارسدې ولسوالۍ د چهارقدوق کلي اوسېدونکو د واورې يو پړانګ وژلی دی.

سرچينو د پنځنۍ/ پنجشنبې په ورځ (د کب پر ٢٤مه) نېټه رسنيو ته وويل، چې دغه پړانګ پرون د چارسدې د اوسېدونکو له خوا وژل شوى دى.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، د سيمې اوسېدونکو دغه پړانګ وروسته له هغه وژلى، چې د خلکو د پسونو په رمه يې بريد کړی و.

رسنیو ته په لاس ورغلو انځورونو کې لیدل کېږي چې د دغه پړانګ څخه خلکو پوستکی ايستلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د واورو پړانګان وخت په وخت په بېلابېلو ولايتونو کې د خلکو څاروي په نښه کوي.

د واوري پړانګان په نړۍ کې یو نادر او له خطر سره مخ حیواناتو څخه دي او په نړيواله سطحه د دغو پړانګانو ښکار منع اعلان شوی دی‌.

| بادغيس کې سختو واورو د مالدارانو او د هغوی د مالونو ژوند د مرګ سره مخ کړی