سپورت کرکټ

افغانستان د ايرلنډ په وړاندې شل اوره لوبو ته لوبډله اعلان کړه

شل اوره

افغانستان کرکټ بورډ د ايرلنډ په وړاندي شل اوره لوبو ته ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه چې ډیری پکې ځوان لوبغاړي ځای شوي او سينير لوبغاړو ته استراحت ورکړل شوی.

د کرکټ بورډ په دغه نوم لړ کې چې د چهارشنبې په ماخوستن یې پر ټولنیزو رسنيو خپور کړی، د راشد خان په مشرۍ، ابراهيم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صديق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحيمي، محمد نبي، ننګيال خروټی، عظمت عمرزي، نور احمد، مجيب الرحمن، وفادار مهمند، فرید ملک او نوين الحق شامل دي.

د ځوانو لوبغاړو تر څنګ ښه خبر دادی چې راشد خان او مجيب الرحمن د اوږدې مودې وروسته له لوبډلې سره يو ځای شوي دي.

په دغه نوملړ کې يو شمېر هغو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی چې نورو لوبو کې يې ځای پخوانيو او سينير لوبغاړو نيولی و.

صدیق اتل، اعجاز احمدزی، ننګيال خروټی او اسحاق رحيمي هغه لوبغاړي دي چې تر دې وړاندي په لوبډله کې ډېر نه تر سترګو کېدل.

په ټولنيزو رسنيو کې د ملي لوبډلې يو شمېر مينوالو د کرکټ بورډ ياده پرېکړه ستايلې او دا يې په ځوانو لوبغاړو د لوبډلې باور بللی دی.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د شل اوره لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د ماخوستن پر ۸:۳۰ بجې په شارجه کې ترسره شې.

افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ دوه د صفر په وړاندي د ايرلنډ لوبډلې څخه وګټله خو په يوازينۍ ټيسټ لوبه کي يې بيا ماتي وخوړله.

د يادونې وړده چې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د يک شنبې او دريمه به د چهارشنبې په ورځ په شارجه کرکټ لوبغالي کي ترسره شې.

| افغانستان ايرلنډ ته په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه