بهرني راپورونه

FBI: په غزه کې به جګړه ډېر کلونه دوام وکړي او اسراييلو ته به ګرانه تمامه شي

FBI

د اسراييلي ورځپاڼې معاريو د راپور له مخې، د امريکا د استخباراتو فدرالي ادارې FBI خبر ورکړى چې د حماس غورځنګ لا هم فعال دى او په غزه کې جګړه به ژر پاى ته ونه رسيږي.

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې چې د درېنۍ/ سه شنبې په ورځ (د کب په ۲۲مه) خپور شو، د امریکا د استخباراتو د ادارې FBI له خوا د «خطر د ارزونې» په کلني راپور کې چې اسراييل ورسره مخامخ دی، د څارنې اړوند برخې ته اشاره شوې ده.

د «معاریو» په راپور کې، د اوسنۍ جګړې په سیوري کې د بنیامین نتانیاهو د حکومت د راتلونکي په اړه ارزونې پکې شاملې دي، زیاته کړې يې ده چې دا جګړه به څو کاله دوام وکړي او په نژدې راتلونکي کې به یې پای نه وي.

په دې راپور کې د اسرايیلو اړوند برخه چې د امریکا د FBI کارپوهانو له خوا چمتو شوې، دې نتیجې ته رسېدلې چې د غزې په تړانګه کې جګړه به په نژدې راتلونکي کې پای ته ونه رسیږي.

د دې راپور د لیکوالانو په وینا، اسراییل به په راتلونکو کلونو کې د حماس د عملیاتو په وړاندې ډېر زیانمن شي او دا عملیات به هغه خطرونه او پایلې راوړي چې د نتنياهو حکومت ګواښوي.

“معاریو” هم د دغه راپور په حواله ليکلي: د حماس غورځنګ په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره د اسرايیلو بریا ناشونې ده او د اسرايیلو پوځ بېخي دې هدف ته نژدې نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې د حماس او اسرايیلو ترمنځ شخړه روانه ده او تر اوسه د غزې په تړانګه کې د دغو بریدونو په پایله کې تر ۳۱ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

که څه هم د فلسطین حکومت د اسلامي هېوادونو څخه د پوځي همکاريو غوښتنه کړې خو تر اوسه پورې لکه څنګه چې په کار ده هيڅ اسلامي هېواد د فلسطين د حکومت سره پوځي همکاري نه ده کړې.

| بايډن: په غزه کې د نتنياهو اقدامات به اسراييلو ته په زيان تمام شي