سپورت کرکټ

افغانستان ايرلنډ ته په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

ايرلنډ

د افغانستان په کوربتوب دغه لوبه د عربي امارتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې ايرلنډ پچه وګټله او افغانستان ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه

د افغانستان لپاره حشمت شاهدي۶۹ رحمان الله ګربز۵۱ محمد نبي۴۸ ابراهيم ځدراڼ۲۲ او ننګيال خروټي ۱۰ ډيري منډي جوړي کړې.

د ايرلنډ لوبډلي توپ اچونکي مارک ادير۳ مک کارټي۲ ويرکوم، مک برين، او ټيکټور ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

ايرلنډ لوبډلې په خپله پاڼۍ کې۳۵ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په زيان يې ۱۱۹منډې جوړي کړې او په وروستۍ لوبه کي يې هم ماتي ومنله.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې محمد نبي۵ ننګيال خروټي۴ او فضل حق فاروقي۱ ویکټه ترلاسه کړه.

د ايرلنډ لوبډلمشر سټرلينګ۵۰ کامپر۴۳ او مکارټي۸ ډيري منډي جوړي کړې خو نور ګڼ لوبغاړي يې په صفر او کمو منډو وسوځېدل.

له دې سره افغانستان د ايرلنډ په وړاندي د يو ورځنيو لوبو لړۍ ۲د صفر په وړاندي وګټله.

ايرلنډ لوبډلې بيا په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې افغانستان ته ماتي ورکړې وه.

د دې لوبي د لوبغاړو نوملړ په زړه پوري و او ډیرۍ ځوان لوبغاړي ته پکې چانسونه ورکړل شوي و چې له جملې يې ننګيال خروټۍ، علي محمد غضنفر او نويد ځدراڼ يادولای شو.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د شل اوره لوبو لړۍ لومړۍ لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ په شارجه کې ترسره شې.

ويل کېږي چې دغو لوبو ته به راشد خان هم راوګرزي او يو ځل به بيا د لوبډلې مشري په غاړه واخلي.

هيره دي نه وې چې د اير‌لنډ په وړاندي د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه به د يک شنبې او دريمه د دوشنبې په ورځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شې.

| افغانستان ايرلنډ ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکړه