بهرني راپورونه

هند د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غير مسلمان وګړو ته تابعيت ورکوي

تابعيت

راپورونه وايې چې هند د يو تعديل شوي قانون له مخې د افغانستان، پاکستان، او بنګله ديش غيري مسلمانانو لږکيو ته خپل تابعيت ورکوي.

د هند لومړي وزير او د بي جي پي ګوند مشر نريندرا مودي تېره ورځ اعلان وکړ چې د تابعيت تعديل شوی اجرا وړ وګرځيدی.

د هند د کورنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې هېواد د تابعیت د تعدیل شوي قانون ۲۰۱۹یا CAA-۲۰۱۹ موارد د اجرا وړ دي چې له مخې یې وړ خلک کولی شي په هند کې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

د دغه قانون له مخې د يادو دریو هیوادونو هغه غیرمسلمان کډوال چې له ۲۰۱۴ کال مخکې هند ته تللي، د تابعیت ترلاسه کولو وړ دي.

اوسمهال، هند د افغان سېکانو او هندو مذهبي لږکیو په ګډون د زرګونو افغان کډوال کوربه‌توب کوي چې خپل ژوند یې په هند کې په کډوالۍ کې تېر کړی دی.

د طالبانو حکومت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه ووتل او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

خو د افغان سېکانو او هندوانو لپاره دا ستونزې ډېرې وې او تقریباً ټول یې له افغانستانه وتلو ته اړ شول چې ډېری یې په هند کې کډوال شوي دي.

د هند د تابعیت تعدیل شوی قانون د ٢٠١٩ کال د ‌ډسمبر میاشتې په ١١مه نېټه تصویب شو چې له مخې یې د هند مذهبي اقلیتونه او د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش سېکان، جین، پارسي او عیسویان کولای شي چې د هند تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.

په هغه وخت کې د دې قانون تصویب او اوس په ٢٠٢۴ کال کې یې پلي کېدل، د هندي مسلمانانو غبرګون راپارولی چې ولې مسلمانان په دې بهیر کې شامل نه دي.

| د هند چارواکو په ډيلي کې د مسلمانانو يو بل ستر جومات و نړاوه