راپورونه کورني راپورونه

امریکايي استخبارات: د طالبانو وسله وال مخالفين قوي رهبري او بهرني ملاتړ نه لري

طالبانو

د امریکا استخباراتي ادارو د راپور له مخې، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د ګواښ احتمال کم دی. ځکه چې د طالبا‌نو مخالفې وسله والي ډلې “قوي مشرتابه” او بهرنی ملاتړ نه لري.

د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښونو د ارزونې د کلني راپور له مخې، چې د دونۍ/ دوشنبې په ورځ د (کب په ۲۱مه) خپور شو، “ډیری افغانان د طالبانو سره له جګړې او انتقام څخه ستړي شوي دي.”

د دغه راپور له مخې طالبا‌نو په افغانستان کې خپل قوت پیاوړی کړی، خپل مخالف ځواکونه یې ځپلي او له نړیوالې ټولنې سره یې خپل تعامل هم پیاوړی کړی دی.

په یاد شوي راپور کې راغلي، له دې ټولو سره سره د طالبان د افغانستان روان بشري ناورین او اقتصادي کمزورتیا ته پام نه کوي.

د امریکا د استخباراتو د ادارې په وینا، طالبان د محدودیت پالیسۍ پلي کولو ته دوام ورکړی، چې په کې د نجونو د زده کړې منع کول، په عام محضر کې تورنو کسانو ته سزا ورکول او د اعتراضونو مخه نیول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبا‌نو پر ضد لږ تر لږه دوو پوځي جبهو د طالبانو پر ضد خپل فعاليتونه پيل کړي دي.

د طالبانو ضد جبهو کې د ازادۍ جبهه او د مقاومت جبهه شامله ده، چې وخت په وخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په شمال کې د طالبانو پر ځواکونو د چریکي بریدونو خبرونه ورکوي.

د ازادۍ په نوم جبهې تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د روژې مياشتې په خاطر يې د طالبانو پر خلاف جګړه درولې ده او د اختر تر رخصتيو وروسته به بيرته خپل چريکي بريدونونو ته دوام ورکوي.

خو د طالبانو مسوولینو په ځلونو ويلي چې د ازادۍ او مقاومت په نوم جبهې بېخي شتون نلري او د دوی فعاليتونه يوازي تر فېسبوکي اوازو پورې محدود دي.

| د ازادۍ جبهې ډلې په روژه کې د طالبانو پر وړاندې د بريدونو د درولو خبر ورکړی