راپورونه کورني راپورونه

د ازادۍ جبهې ډلې په روژه کې د طالبانو پر وړاندې د بريدونو د درولو خبر ورکړی

جبهې

د افغانستان د ازادۍ جبهې‌ په نوم ډلې، اعلان وکړ چې د راتلونکې میاشتې لپاره به د طالبانو پر پوستو وسله وال بریدونه ودروي.

د دغې جبهې له خوا د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱) پر خواله رسنیو خپاره شوي پیغام کې راغلي، که طالبان د دغې جبهې پر وسله والو برید ونه کړي، د روژې میاشتې تر پایه او د اختر تر ورځو پورې به وسله وال بريدونه ونه کړي.

د آزادۍ جبهې ویلي، که چېرې طالبان پاروونکي عملونه لکه د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې ځورونې، غیر انساني او له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي، نو د روژې په میاشت کې به د طالبانو پر وړاندې د پوځي بريدونو په اړه فکر وکړي.

د طالبانو دغې مخالفې جبهې زیاته کړه چې په دې وروستیو میاشتو کښې د دغې جبهې د ځواکونو له خوا د افغانستان په یوشمېر ولایتونو په تیره بیا په کابل کې د طالبانو په مرکزونو او پوستو چریکي حملې کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې‌ تر دې مخکې د خپلو فعالیتونو په کلني راپور کې اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې په ۲۳۳ بریدونو کې د طالبانو ۵۹۲ غړي وژلي او ۶۹۹ یې ټپیان کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ازادۍ جبهې‌ سربېره د مقاومت د جبهې تر نامه لاندې یوه بله جبهه هم وخت په وخت د طالبانو په مرکزونو او غړو د بریدونو او طالبانو ته دمرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي

| د ازادۍ جبهې په مزارشریف کې د يوې چاودنې پړه منلې