اقتصاد کورني خبرونه

نړيوال بانک د کاسازر پروژې د چارو د بيا پيل اړوند غونډه کړې.

کاسازر

راپورونه وايي نړيوال بانک د کاسا۱۰۰۰ پروژې د اړوند هيوادونو د استازو سره غونډه کړې او پر دې کار کوي چې ددې پروژې چاري بيا پيل کړي.

د افغانستان بريښنا شرکت هم تېره ورځ په یوه اعلاميه کې د کاسازر پروژې د چارو د ژر پيلېدو خبر ورکړی او ويلې دي چې د قرغيزستان، تاجکستان او پاکستان او نړيوال بانک له استازو سره په غونډه کې موافقه لاسليک کړې چې راتلونکي پسرلي کي به ددې پروژې چاري بيا پيل کړي.

د کاسا۱۰۰۰پروژه د قرغيزستان او تاجکستان څخه د بريښنا د لېږد پروژه ده چې له دې لاري ۳۰۰ ميګاواټه بريښنا افغانستان او ۱۰۰۰ ميګاواټه بريښنا پاکستان ته لېږدوي، ددې ترڅنګ به افغانستان ته د کاله لسګونه ميليونه ډالر د ماليي په توګه ورکوي.

د کاسازر پروژه چې نړيوال بانک يی ملاتړ کوي، چاري يې د تير جمهوري نظام پر مهال پيل شوي، خو د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو راهيسي نړيوال بانک په ملاتړ ټولو پروژو چارې په ټپه ودرېدې چې په دې پروژو کې د کاسازر پروژه هم شامله وه.

نړيوال بانک ويلې د افغان حکومت له استازو سره يې په دې هکله خبري کړې او د پروژې تر پای ته رسېدو وروسته به ټولي چاري د افغانستان څخه بهر سمبال کړي.

دغه بانک وړاندي ويلې و، چې د طالبانو تر واکمني لاندي په افغانستان کې خپلې پروژې نه پيلوي، تر څو چې طالبان له نړيوالو سره مثبت تعامل ونکړې.

خو د طالبانو حکومت په ځلونو ويلې چې د ملګرو ملتونو او نړيوال بانک د پروژو د پيل ملاتړ او هر کلی کوي او ترې غواړي چې په هيواد کې خپلې پروژې بشپړي کړي.

| نړيوال بانک په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کارونو د پيل خبر ورکړ