راپورونه کورني راپورونه

ريچارډ بينېټ: طالبان دې ژر تر ژره د بشري حقونو مدافع ښځې له بنده خوشي کړي

بينېټ

د افغانستان په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبريال ريچارډ بينېټ د مارچ د ۸مې د ښځو نړيوالي ورځې په مناسبت په یوه بيان کې له طالبانو غوښتې چې د خپلو زندانونو څخه د بشري حقونو مدافع مېرمنې ژر تر ژره خوشي کړي.

بينېټ د ښځو نړيوالي ورځې په مناسبت په خپل بيان کې چې ملګرو ملتونو خپور کړی ويلې طالبان په افغانستان کې شخصي زندانونه لري او ځيني هغه مېرمنې چې هميشه د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي زنداني کړې دي.

بينېټ ویلي. «د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت زه د افغانستان د ښځو او نجونو هغوي چې په بېسارې ډول له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي تر څنګ ولاړ یم.»

د ملګرو ملتونو دغه خبريال د بشري حقونو په برخه کې د افغانو ښځو د مېړانې ستاینه هم کړې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو بشري حقونو له ډلې يې زده کړې، کار، سفر، د بیان ازادي او کلتوري حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي په دې بیان کې له طالبانو غوښتنه کړې چې سمدستي او پرته له کوم قید او شرطه دې ټول هغه کسان له زندانه راخوشې کړي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په خاطر په خپل سر نیول شوي دي.

نرګس سادات، پریسا مبارز، ملالۍ هاشمي، فاطمه محمدي، ژولیا پارسي، پریسا ازاده، منيژه صدیقي او بهاره کریمي هغه معترضې ښځې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د بندیزونو په غبرګون د غږ پورته کولو له امله نيول شوي دي.

له پورته ليکل شویو مېرمنو څخه ځيني يې خوشي شوې او ځيني ېې دا مهال هم د طالبانو په زندانونو کې د حق غوښتلو لپاره شپې او ورځې تيروي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په داسي حال کې د طالبانو سره د بندي ښځو د خوشي کولو لپاره غږ پورته کړی چې څه موده وړاندي په دغو زندانونو کې پر ښځو د جنسي تيري راپورونه هم ورکړل شوي و.

راپور: محبوب حکيمي

| د بخښنې نړيوال سازمان: افغان مېرمنې له ډېرو ننګونو سره مخ دي