راپورونه کورني راپورونه

د مارچ اتمه، معترضې ښځې: طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران يې محکمې ته راکش کړئ

د مارچ اتمه

د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په پار د افغانستان معترضو ښځو خپلې غوښتنې او اندېښنې په لاندې توګه د نړيوالو سره شريکي کړي دي.

افغان معترضي ښځې: « دا درېیم کال دی چې افغان مېرمنې او نجونې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مارچ اتمه (د ښځو نړیواله ورځ) لمانځي. طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ټولو ژمنو او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف چې افغانستان ورسره یو ځای شوی دی، د (افغانیت او اسلامیت) تر نامه لاندې ښځې او نجونې له خپلو ټولو اسلامي او بشري حقونو او آزادیو بې برخې کړي او په سیستماتیک ډول یې له منځه وړي دي.

افغان معترضې ښځې همدارنګه زياتوي: « د طالبانو په نژدې درې کلنه واکمنۍ کې نه یوازې دا چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې د طالبانو د واکمنېدو راهيسي د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلمونه او د ښځو په تښتولو، نیولو، شکنجه کولو، ځورولو او جنسي ځورونو دوسيې نوري هم ډېری شوي دي. دغو کړنو ثابته کړه چې دوی د بدلون وړ او انعطاف منونکي نه دي، تر څو چې دوی په واک کې وي، دوی به پر ښځو او نجونو وحشیانه فشار ته دوام ورکوي. د ښځو په وړاندې د طالبانو د بشر ضد او ظالمانه جنایتونو له دوام او زیاتېدو سره سره، نړیواله ټولنه په تېره بیا د امریکې متحده ایالات لا هم دغه ډله په واک کې ساتي او د هغوی ملاتړ کوي، هره اوونۍ د ۴۰ ملیونه ډالرو مرستې، د طالبانو ناقانونه واکمنۍ ته دوام او وده ورکوي. تر څو چې د طالبان په واک کې وي، د ښځو تدریجي مرګ او وحشت به دوام ولري او د هغوی په رسمیت پیژندلو سره به د افغان ښځو د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شي»

مظاهره کوونکو ښځو د مارچ اتمه (ښځو د نړیوالې ورځې) په پار پر لاندې ټکو ټینګار کړی او دغه غوښتنې يې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بشري سازمانونو سره شريکي کړي هم دي.

۱. طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او د دې ډلې مشران محکمې ته راکش کړئ!

« طالبان نه یوازې په تیرو دریو کلونو کې بلکې د افغانستان د خلکو په خلاف د خپلې شل کلنې جګړې په لړ کې هم د دغه هیواد ښځو او ماشومانو ته زیات تاوانونه رسولي دي. د دغې ډلې له رامنځته کېدو راهیسې د هېواد پر بېلابېلو سیمو له بریدونو او نیواکونو وروسته، د دوی لومړی کار په قصدي ډول له ټولنې څخه د ښځو لرې کول او له حقونو څخه یې محرومول او ځورول دي. مظاهره چیانې د افغانستان د مظلوم اکثریت په ځانګړې توګه د ښځو پر غوښتنو د ټینګار په ترڅ کې پر طالبانو د لا زیاتو اغېزناکو فشارونو غوښتونکي دي او له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه غواړي چې د طالبانو رهبر او د کابینې غړي چې اکثریت یې د ترهګرو ډلو په تور ليست کې شامل هم دي، دوی دې نړيوالې محکمې ته راکش کړي. دوی د افغانستان له مخورو، روڼ اندو، متعهدو سیاستوالو، احتجاجي خوځښتونو او په ځانګړې توګه له بهر مېشتو افغانانو څخه غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې سره متحد شي، تر څو طالبانو ته د نوري واکمنۍفرصتونه ورنکړي او د طالبانو مشران د وژونکو او تروریستي بریدونو په تور محاکمه کړي. د تېرو ۲۳ کلونو راهيسي د طالبانو لخوا د بشری ضد جنایتونو او د افغان ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیضونو پر وړاندې بايد د نړيوالې محکمې لخوا د طالبانو پر خلاف دوسیه پرانیستل شي.

۲ . مظاهره کوونکي ښځې غواړي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د اوونۍ څلویښت میلیونه ډالري مرستې جزئیات خپاره شي.

دوی د نړیوالې ټولنې مرستو ته د طالبانو د لاس رسي په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ويلي چې دغه مرستې د طالبانو واکمنۍ ته دوام ورکوي او پیاوړې کوي يې، دوی له له ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د دې سازمان له استازي دفتر “یوناما” څخه غوښتي چې په دې اړه توضیحات ورکړي.

۳. اعتراض کوونکي ښځې تمه لري چې ملګري ملتونه بايد پرته له ځنډه د افغان ښځو پر وړاندې (جنسي توپیر) په رسمیت وپیژني.

دا افغانستان ښځې او نجونې چې د دوی د جنسیت (ښځې کیدو) له امله، یو له لومړنیو بشري حقونو څخه چې زده کړو ښوونځيو، پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو ته تګ دی؛ د طالبانو له خوا محرومې شوي او د ټولنیز ژوند له ټولو اړخونو څخه په قصدي توګه ایستل شوي دي. اعتراض کوونکې ښځې له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغان ښځو په وړاندې حساب کتاب وکړي، چې ولې يې تر اوسه د افغان ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیر په رسمیت نه دی پېژندلی. مظاهره کوونکو ښځو ویلي، له ملګرو ملتونو غواړي چې خپل دريځ روښانه کړي، چې په دې مبارزه کې د افغانستان د مظلومو ښځو تر څنګ درېږي او که د طالبانو په څېر له جنایتکارو او بدمعاشو ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکوي!

۴ . افغانې ښځې هېڅکله تسليمېدونکي او ګوښه کېدونکې نه دي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د معاملې په ترڅ کې د افغانستان واک په لاس کې واخیست، دوی فکر کاوه چې د تېرو ۲۵ کلونو په څېر له بې سيواده ښځو سره مخ دي او دوی په دې باور وو چې د افغان مېرمنو مبارزه به د هغوی په نيولو او شکنجه کولو سره خاموشه کړي. خو د افغانستان زړورو ښځو او نجونو په تېرو درېیو کلونو کې ثابته کړه چې هېڅکله به تسلیم او منزوي نه شي. د ټولو احتجاجي خوځښتونو له مبارزو او سرښندنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، له دغو لاریون کوونکو څخه هیله کیږي چې له (فکري ایتلاف) سره همکاري وکړي، چې پر طالبانو عمومي فشار زيات شي څو طالب مشران محاکمې ته راکش کړي، همدارنګه «منيژه صدیقي» او نور سیاسي بندیان ژر تر ژره خوشي کړي.

۵. طالبانو د خپل پيل راهیسې دا ثابته کړې چې دوی د افغانستان د ښځو او زیان منونکو توکمونو د حقونو او ازاديو په اړه د خبرو کولو خلک نه دي. دوی د بدلون او انعطاف وړ ندي.

مظاهره کوونکې ښځې پر طالبانو د لا زیات فشار غوښتونکي دي او په دې باور دي چې پر دې ډلې د اغېزمن فشار راوړلو یوه غوره لار د طالبانو د واکمنۍ پر ځای د يو بل «بدیل» ملاتړ دی. له همدې امله مظاهره کوونکو ښځو د طالبانو له ټولو سیاسي مخالفینو، نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د واکمنۍ پر ځای دي د یو مشروع، دیموکراتیک او غیر متمرکز حکومت؛ ملاتړ وکړي.

| پريسا آزاده د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده

درنو لوستونکو!
ځلانيوز يوه بې پري او خپلواکه رسنۍ ده، د افغان معترضو ښځو غوښتنې د مارچ اتمه ( د ښځو نړيوالې ورځې) په پار يې له نړيوالو څخه کړي دي موږ ټکی په ټکی ستاسو سره شريکې کړې، نور قضاوت تاسو کوئ.

| د بخښنې نړيوال سازمان بيا له طالبانو غوښتې چې منيژه صديقي خوشي کړي