بهرني راپورونه

پاکستاني پولیسو درې افغانان پر هغه زندان د بريد په تور نیولي چې عمران خان پکې بندي دی

زندان

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو پر اډیاله زندان د برید د پلان په تړاو درې تنه افغان اتباع له يو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

پاکستاني رسنيو نن د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) راپورونه خپاره کړي چې پاکستاني پوليسو پر اډیاله زندان چېري چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان بندي دی، د وسله والو برید شنډ کړ.

د راولپنډۍ پوليسو ويلي چې دغه درې کسان يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي‌.

د پولیسو د چارواکو په وینا، دا عملیات د اډیاله زندان په شاوخوا کې د نورو امنیتي ادارو سره په ګډه ترسره شوي، او پولیسو ویلي چې د اډیاله زندان نقشه کې د “توقیف شووو کسانو” څخه لاسي بمونه او چاودیدونکي مواد کشف شوي.

د پاکستان د پوليسو مقاماتو ادعا کړې ده چې دغه درې تنه د افغانستان دي او يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم د دغه هيواد دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

که څه د پاکستان مقاماتو د دغه بريد د انګېزې په اړه څه نه دي ويلي خو ځيني سرچينې وايي چې دغو بريدګرو د عمران خان د آزادۍ لپاره د بريد پلان درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پاکستان یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي وو، چې افغان اتباع د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو په یو شمېر بریدونو کې لاس لري.

له دې ادعا سره سم پاکستان د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له دې هېواده د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې زرګونه کډوال نیولي او شړلي دي.

| عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان تازه په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول