سپورت کرکټ

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ سبا پيلېږي

افغانستان او ايرلنډ

د متحده عربي امارتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دغه لوبه به سبا مازيګر ۴:۰۰ بجې د افغانستان پر وخت پيل شې.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ يوازينۍ ټييسټ لوبه ايرلنډ وګټله او افغان لوبډلې ته يې په شپږو ويکټو ماته ورکړه.

ددې ټيسټ په ګټلو سره ايرلنډ لوبډلې په تاريخ کې لومړۍ بريا ترلاسه کړه او دا يې د خپلې لوبډلې لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله.

د افغانستان د کرکټ يو شمېر مينوالو، مبصرينو او عامو خلګو د کرکټ بورډ د ادارې نيولې تر لوبغاړو پر ټولو سختي نیوکې وکړې او دا يې د افغان کرکټ لپاره بده ورځ ياده کړه

افغانستان او ايرلنډ تر دا مهاله دوې ټيسټ، ۳۰ يو ورځنۍ او ۲۳ شل اوره لوبې ترسره کړي دي، چې زياتي يې افغانستان ګټلي دي.

ايرلنډ کرکټ لوبډلې په ۲۰۲۰ کال کې د کرکټ نړيوالي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

افغان لوبډله په وروستيو لوبو کې د سريلانکا څخه د سختو ماتو سره مخ شوې وه چې ورسره د لوبغاړو مرال هم کمزوری شوی.

خو د کرکټ شنونکي وايي د ايرلنډ سره په لوبو کې به افغان لوبډله برلاسې وي، او د خپل مرال د قوت لپاره به پوره مبارزه وکړي.

ايرلنډ او افغانستان تر منځ دوهمه يو ورځنۍ لوبه به د شنبې او دريمه د سه شنبې په ورځ په شارجه کې ترسره شې.

دا په داسي حال کې ده چې افغان لوبډله به د يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروسته ددې لوبډلې په وړاندي د دريو شل اوره لوبو لړۍ هم ترسره کړې.

| ايرلېنډ په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې افغانستان مات کړ، څه لامل کېدای شې؟