بهرني راپورونه

د بشري حقونو فعالي بنفشه يعقوبي د متحده ايالاتو د زړورې ښځې جايزه وګټله

بنفشه يعقوبي

د زړورو ښځو په نوم د دغې جایزې د ورکړې لپاره په سپينه ماڼۍ کې ځانګړي مراسم نيول سوي ول، چې پکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن او د متحده ايالاتو لومړۍ مېرمنې جېل بايډن تر څنګ يو شمېر امريکايي چارواکو ګډون کړی و.

دغه جایزه د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له لورې د بنفشه يعقوبي په ګډون دولسو هغو ښځو ته ورکړل شوه چې د بشري حقونو او معلولينو په برخه کې يې زړوره مبارزه کړې وه.

د امريکا د ولسمشر بايډن مېرمن جېل بايډن په دې مراسمو کې د وينا پر مهال جنسیتي برابرۍ د ټینګار تر څنګ وویل، هغه نجونې او ښځې چې په اغېزمنو او نا امنو سیمو کې ژوند کوي، له ځانه زړه‌ورتیا ښيي، تر دې چې له دې تاوتریخوالي په نا متناسب ډول اغېزمن شوې هم دي.

هغې زیاته کړه، متحده‌ایالات د هرې هغې زړورې ښځې ترڅنګ ولاړ دي چې د لا زیات ثبات، برابرۍ او فرصتونو جوړېدو لپاره کار او مبارزه کوي.

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په خپلو ایکس‌پاڼو بنفشه یعقوبې ته د دې جایزې د ګټلو له امله د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، اغلې بنفشه يعقوبي د افغانان معلولو وګړو او ښځو له حقونو د ملاتړ لپاره په داسې یو هېواد کې کار کړی چې څلور لسیزو جګړو په کې ډېری وګړي معلول کړي دي، چي نيمايي برخه يې ښځي جوړوي.

بنفشه يعقوبي ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو نړیواله جایزې ګټل د افغان ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړو هم ستایلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو ښځو په نوم جايزه له ۲۰۰۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نړۍ له ۹۰ هېوادونو څخه ۱۹۰ ښځو ته د هغوی د زړورتیا له امله ورکړل شوې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه ډاکټرې او د افغان کډوالو د حقونو فعالې ذاکره حکمت د يادې جازيزې ګټونکې شوې وه.

د متحده ايالاتو له لورې په داسي حال کې بنفشه يعقوبي ته د زړورې ښځې جايزه ورکول کېږي چې په هيواد کې د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندي د تعليم او کار په وړاندي محدودیتونه لګولي.

| په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو د وضعیت په نړیوال شاخص کې د افغان مېرمنو د اندېښنې وړ وضعیت