راپورونه کورني راپورونه

د طالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد د قطر د دفاع وزير سره کتلي دي

دفاع وزير

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت چې قطر ته تللي د قطر له دفاع وزير خالد بن محمد العطیه سره يې وکتل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د درېنۍ/ سه‌شنبې په ورځ (د کب په ۱۵مه) په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د قطر د دفاع وزير سره د ملا يعقوب په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزه اړيکو او د ګټو پر پراختیا خبرې وشوې.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې په دغه غونډه کې د طالبانو او قطر یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو هم ګډون کړی وو. د دفاع وزیر او د طالبانو لوی درستیز د روانې اوونۍ د يونۍ/یکشنبې په ورځ قطر ته په سفر تللي دي.

د خپرو شوو مالوماتو له مخې، د قطر له چارواکو سره د ليدنې ترڅنګ د طالبانو چارواکو د دغه هېواد په “په يوه دفاعي نندارتون” کې هم ګډون کړی دی.

قطر که څه هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري او طالبانو سیاسي دفتر له څو کلونو راهیسې په دوحه کې فعال دی.

په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ څخه څه دپاسه دوه کاله تير شوي دي چې له امله يې د بشر د حقوقو په تېره بيا د ښځو او نجونو د حقوقو ته نه درناوى او د طالبانو له خوا د يوه جامع حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل دي، هغه لاملونه دي چې د نړۍ هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني.

| د یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي په قطر کې د دفاعي صنايعو نندارتون کې ګډون وکړ