اقتصاد کورني خبرونه

مولوي عبدالکبیر: طالبان د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل توان نلري

مولوي عبدالکبیر

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې بېکاري او بې وزلي د افغانستان د پخواني حکومت میراث دی او طالبان نه شي کولای د هېوادوالو ستونزې هوارې کړي.

د هغه بیان پر بنسټ چې پرون د کب پر ۱۴مه، د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له خوا خپور شوی، مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا د څانګې له مشري هایکیونګ جون سره په کتنه کې کړي دي.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې په هېواد کې د فقر او لوږې د له منځه وړلو لپاره ډېر وخت او اسانتیاوو ته اړتیا ده. هغه د نړۍ له خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

عبدالکبیر ایران او پاکستان ته د هیواد د اتباعو د تېښتې په اړه زیاته کړه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وضعیت په اړه د غلطو راپورونو په خپرولو سره نړیوال سازمانونه خلک هڅوي چې په غیر قانوني توګه مهاجرت وکړي.

د طالبانو د لومړي وزیر يا ريس الوزرا سیاسي مرستیال په ټینګار سره دا هم وويل چې ایران او پاکستان په زوره افغان مهاجرین ایستلي دي.

دغه راز مېرمن جون په دې غونډه کې دا هم وويل چې له ايران او پاکستان څخه شړل شوي افغانان له سختو شرايطو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې ګڼ شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ښځې هم په ادارو کې له کار کولو منعې شوې، چې دغه کار په هېواد کې د بې وزلۍ ګراف د لوړېدو لامل شوی دی.

| ملا برادر: نړيواله ټولنه دي د کوکنارو د بديل کښتونو په ترويج کې مرسته وکړي