راپورونه کورني راپورونه

طالبانو په کندهار کې يو هندی وګړی د داعش ډلې سره د يو ځای کېدو په تور نيولی

هندی

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد یو تبعه په کندهار ولایت کې د داعش له خراسان څانګې سره د یوځای کېدو په تور د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

هندو پوسټ د خالي/شنبې په ورځ د کب په ۱۲مه نېټه راپور ورکړی چې دغه هندی تبعه دا مهال د کندهار په ولایت کې د طالبانو په زندان کې دی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

د دغه راپور له مخې دغه هندی تبعه د ملاپورم ښار اوسېدونکی دی او طالبانو هغه د تاجکستان له لارې افغانستان ته په راتلو تورن کړی دی.

د راپورونو له مخې دغه هندی تبعه “ثنا الاسلام” نومېږي او ویل کېږي چې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو کندهار ولایت ته د سفر پر مهال نیولی دی.

هندو پوسټ د طالبانو د استخباراتو د څانګې په حواله ویلي چې دغه هندي تبعه ونه ویل چې ولې یې کندهار ولایت ته سفر کړی دی.

تر اوسه پورې د طالبانو چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې داعش ډله له منځه تللې او له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته کوم خطر نشته.

په همدې حال کې ګاونډیو او د سیمې هیوادونو په ځلونو په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ترهګرو ډلو په تېره بیا د داعش او القاعدې د شتون او فعالیتونو په هکله خبرداری ورکړی دی.

| مولوي عبدالکبیر: داعش ډله په افغانستان کې له منځه تللې