بهرني راپورونه

امريکا متحده ايالات غواړي غزې ته د هوا له لاري بشري مرستې ولېږي

غزې

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن د ايټاليا د لومړۍ وزيري جيورجينا ميلوني سره په ليدنه کې وويل چې غزې ته د هوا له لاري د بشري مرستو رسول پيلوي.

بايډن د ايټاليا د لومړۍ وزيري سره په ليدنه کې دا خبري دهغې پېښې يوه ورځ وروسته وکړې چې غزې ته د بشري مرستو پر يو کاروان د اسرايلي ځواکونو په بريد تر سل زيات فلسطينيان ووژل شول.

د متحده ايالاتو ولسمشر ويلې غزې ته به دبشري مرستو لپاره لا ډېر اقدامات ترسره کړو.

نوموړي زیاته کړه. «مونږ به په راتلونکو ورځو کې په اردن کې خپلو ملګرو او نورو سره د هوا له لارې د خواړو او نورو شیانو په استولو کې لاس یو کړو.»

جوبايډن دا خبري په داسي حال کې کړېدي چې په غزه کې د روژې مبارکي مياشتي په رارسېدو سره د اوربند هيلي زياتي شوې، او تر دا مهاله په دې تړانګه کې تر ۳۰ زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس له یوې خوا د اسرائیل څخه غوښتي چې په غزې کې د ملکیانو مرګ ژوبله کمه کړي خو په عین حال کې یې بیا اسرائیل ته نظامي او نورې مرستې جارې ساتلي چې آن د دیموکرات ګوند ځینو غړیو پرې نيوکې کړي.

بایډن پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې هیله لري د روژې میاشتې تر پيل پورې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند وشي، نوموړي وویل چې لا د اوربند په هکله موافقه نده شوې خو هیله یې څرګنده کړه چې وبه شي.

د اسرايلو صهيونيستي رژيم له لورې په غزې تړانګه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې او قتل عام په پار په ملګرو ملتونو کې د يوشمېر هيوادونو له لورې اعتراضونه شوي او د نسل وژنې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه پکې شوې.

امريکا چې دېوې خوا د فلسطیني وګړو لپاره د خوړو په برابرولو بوخت دی، دبلې خوا غواړي د همدې وکړو د وژنې لپاره اسرايلي ځواکونو ته جګړييز مهمات ورکړي.

د نړۍ يو شمېر هيوادونو د امريکا دوه مخې پاليسي چې ځان د بشر د حقونو سرلاری بولې غندلې او ترې غوښتي يې چې په رښتني توګه دې د جګړې د پراخېدو مخه ونيسي.

دا په داسي حال کې ده چې د مصر، قطر، اردن او امريکا له لورې د دريمګړو په توګه د اسرايلو او حماس ډلې تر منځ اوربند لپاره ليدنې او مشورې زياتي شوې او غواړي د دواړو لورو اسيران هم پکې تبادله شې.

| د غزې جنوب کې د اسراييلو بمباريو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې