راپورونه کورني راپورونه

ذبيح الله مجاهد: د افغان ښځو د حقونو موضوع په امريکا پورې هيڅ اړه نلري

ښځو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د انتوني بلینکن څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د افغان ښځو‌ د حقونو موضوع له واشنګټن سره هیڅ تړاو نه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو پر بنديزونو نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې د افغانستان خلک د طالبانو د دغو سياستونو پر ضد دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر واک لاندې لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې امریکا باید د غزې د جګړې او د فلسطینیانو د وژلو په هکله خپل مسئولیت درک کړي.

هغه امریکا په غزه کې د فلسطینیانو په وژلو تورنه کړه او ویې ویل، چې امریکا د اسراییلو په ملاتړ سره وښودله، چې دغه هېواد بشري حقونه، د ښځو او ماشومانو حقونه نه پیژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د (افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا نوښت) په غونډه کې د افغان ښځو‌ او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې تر ۸۵ سلنې زیات خلک د ښځو په اړه د طالبانو د محدودولو د سیاستونو مخالف دي.

په واشنګټن کې د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا نوښت په غونډه کې په لسګونو افغان مېرمنو برخه اخيستې وه.

| بلينکن: د ښځو په اړه د طالبانو محدودیتونه د افغانانو د هیلو خلاف دي