حادثې کورني خبرونه

سبا د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې د واورو، بارانونو او سېلابونو اټکلونه شوي دي

بارانونو

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې تازه اعلان کړی چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د سیلابونو او واورې ورېدو امکان شته.

دغه اداره وايي، د واورو، بارانونو او سېلابونو دا امکان نن (څلورنۍ/چهارشنبه، د کب ۹) او سبا (پنځنۍ/پنجشنبه د کب ۱۰مه) د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې شتون لري.

په همدې حال کې د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د واورې اندازه له ۱۰ تر ۶۰ سانتي مترو او د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه امکان په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دايکنډي، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، باميان، ميدان وردګو، غزني، پکتيکا، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان او سمنګان ولايتونو کې د اورښتونو اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو واورو، سختو اورښتونو او سختو توپانونو شاهدان دي. چې يو شمېر لارې او سړکونه یې هم بند کړي دي.

د نيمروز ولايت څخه يوې سرچينې ځلا نيوز ته وويل چې د نيمروز ولايت اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه په تور پټ کې هم سږ کال زيات بارانونه شوي دي، د دغې سرچينې له قوله تور پټ هغه ځای دی چې د معمول له مخي هلته باران نه کېږي خو سږکال د نورو کلونو په برعکس زيات بارانونه شوي دي.

په همدې حال يو شمېر هېوادوال د بارانونو او واورو اورښتونو ته خوشاله دي او وايي چې سږ کال به افغانستان د وچکالۍ سره نه مخ کېږي.

| د سالنګ لويه لار د دوو ورځو تړل کېدو وروسته نن د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه