بهرني راپورونه

بلينکن: د ښځو په اړه د طالبانو محدودیتونه د افغانانو د هیلو خلاف دي

بلينکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن په خپله تازه وینا کې د افغان ښځو او نجونو د محدودولو لپاره د طالبانو حکم د افغانانو د خوښې خلاف ګڼلی دی.

بلينکن دغه څرګندونې د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د کب په ۸مه د “افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا نوښت” په غونډه کې وکړې او زياته يې کړه، چې له دې محدوديتونو سره سره د افغان مېرمنو او نجونو تر منځ د زده کړې او کار لپاره پياوړې تنده شته.

دغه جګپوړي امریکايي چارواکي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت ته په پام سره، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو په ځپونکو سیاستونو نیوکه وکړه.

د هغه په ​​وینا، د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مخالف دي او غواړي چې ښځې زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له اقتصاد څخه د ښځو ایستل د هیواد په زیان وبلل او د طالبانو دغه کړنه یې د افغانستان د دوامدار پرمختګ په وړاندې خنډ وبلله.

دغه راز هغه زياته کړه، له ٧٠ څخه زيات اسيايي، اروپايي او امريکايي هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د افغان ښځو لپاره د ارزښتناکو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د “افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا نوښت” غونډه د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر چارواکو په ګډون؛ جوړه شوه. د افغان ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د دغه وزارت په يوه تالار کې غونډه کړې.

| رومي قحطاني طالبانو ته: د اسلام دين د سختۍ لپاره نه د سهولت لپاره راغلی