بهرني راپورونه

واشنګټن: ايران او لاسپوڅې حزب الله په يمن کې د حوثيانو ملاتړ کوي

حوثيانو

راپورونه وايي چې امريکايي چارواکو تېره ورځ د سنا مجلس يوې فرعي کميټې ته د وينا پر مهال تائيد کړه چې ايران او حزب الله ډله په جګړه کې د حوثيانو ملاتړ کوي.

د يمن لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټېم ليندرکينګ د سنا مجلس يوې کميټې ته د وينا پر مهال وويل چې ايران او په لبنان کې ددې هيواد لاسپوڅې ډله حزب الله په يمن کې حوثيانو ته وسلې او توغندۍ ورکوي تر څو دغه ډله په سرې بحيرې او عدن خليج کې بيړۍ په نښه کړي.

نوموړي وويل چې يو شمېر ايراني فعالان هممهاله په يمن کې د حوثيانو په روزلو بوخت دي، او دې ډلې ته د تکړښت تمرينونه ورکوي.

امريکا وروسته له هغې يو ځل بيا حوثي ډله د ترهګرو په تورليست شامله کړه چې دغې ډلې په سرې بحيرې او عدن خليج کې د اسرايلو په ملاتړ رواني بيړۍ په نښه او برمته کړې.

د ايران حکومت تر دا مهاله ددغه امريکايي چارواکي پر څرګندونو تبصره نده کړې، خو وړاندي يې په ځلونو ويلې چې ايران د حوثيانو سره مرسته نکوی بلکې حوثيان په خپلواک شکل خپل بريدونه ترسره کوي.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې او عدن خليج کې په کښتیو بریدونه په غزې کې د حماس په ملاتړ کوي او تر هغې به ادامه ولري چې اسرائیل د غزې د جګړې په شا نشې.

دغه امريکايي چارواکی په داسي حال کې داسي څرګندونې کوي چې حوثيانو په تېره اونۍ کې يو نوی بالسټيک اوږد واټن ویشتونکی توغندی نندارې ته وړاندي کړ.

| د ايران حکومت پر حوثيانو د امريکا او بريټانيا وروستي بريدونه وغندل